خبرونه
سرتاج عزیز به هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې برخه واخلي

پاکستان د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې د دغه هېواد جګ پوړی ډیپلوماټ به په هند کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې برخه واخلي.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویکاس سواراپ وویل، اسلاماباد تائید کړه چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم جګپوړی سلاکار سرتاج عزیزبه د ډیسمبر په درېیمه او څلورمه د اسیا زړه په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان د پرمختګ او امنیت په اړه بحث کېږي او یو شمېرهندي رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان ولسمشراشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي به دې غونډې ته ویناوې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د یمن په سواحلو کې د کډوالو په یوه کښتۍ کې ۶۷کسان ډوب شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د یمن په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له کبله ۶۸کسان مړه او ۷۴ نور نادرکه دي.
د دغې ادارې په ټکو، پېښه پرون یکشنبې رامنځته شوې او په کښتۍ کې سپارو کډوالو غوښتل ځانونه د عربو مالداره هېوادونو ته ورسوي.
په یمن کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر اسوشتیدپریس خبري اژانس ته ویلي، په کښتي کې ۱۵۴کسان سپاره چې ډیر شمیر د اتیوپی اتباع وو.
د هغه په خبره، د ۵۴ډوب شویو کسانو جسدونه يې موندل او ۱۴نور کسان لا نادرکه دي.
له دغې پېښې ۱۲کسان ژوندي پاتي او د دې احتمال شته چې ناردکه کسان مړه وي.
بل پلو، رویترز خبري اژانس وايي، په کښتۍ کې ۱۵۰کسان سپاره وو چې یوازې نهه يې ژوندي پاتي دي.
له دې وړاندې د یمن په سواحلو کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې دوه کسان مړه او ۱۸۶ نور ناردکه شوي وو.
په روم کې د پاپ لیو څوارلسم سره په غونډه کې تر یو ملیون زیاتو کسانو ګډون وکړ

په روم کې د پاپ لیو څوارلسم سره په یوه ډله ییزه غونډه کې تر یو ملیون زیاتو کسانو ګډون وکړ.
د یکشنبې په ورځ، له 146 هیوادونو څخه تر یو ملیون زیات کسان د روم په یوه پوهنتون کې د پاپ لیو څوارلسم سره د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مراسمو کې راټول شول.
پاپ پر موټرسایکل راغی او د تود هرکلی یې وشو.
هغه له ځوانانو وغوښتل چې "د خدای سره د تلپاتې کیدو پر لور لاړ شي."
دا تر دې دمه د لومړي امریکایی پاپ تر مشرۍ لاندې ترټولو لویه غونډه وه.
په عیسوي دود کې، په ځانګړې توګه کاتولیکزم کې، د ځوانانو نړیواله ورځ د پوپ د بخښنې، پخلاینې او د عقیدې د نوي کولو وخت ګڼل کیږي.
د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید د روسیې هوايي ډګر ته نژدې د تیلو په ټانک کې اور ولګاوه

د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې هوايي ډګر ته نژدې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو تر برید وروسته د تیلو یوه ټانک اور واخیست.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې اور هغه وخت ولګېد چې د لوېدلي ډرون ټوټې د تیلو ذخیره کولو له تاسیساتو سره ولګېدې.
د سیمې د والي په وینا، د اور د کنټرول لپاره تر ۱۰۰ زیات ژغورونکي او ۳۵ د اور وژنې ماشینونه د اور وژنې ځای ته لېږل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیې چې یوه بې پیلوټه الوتکه تر چاودنې مخکې ساحې ته نژدې کیږي، خو دا ويډیوګانې په خپلواکه توګه نه دې تایید شوې.
د سوچي نړیوال هوایی ډګر د ډرون د تهدید له امله په موقتي ډول تړل شوی و، خو د یکشنبې په سهار بیرته پرانیستل شو.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دوی د شپې په تور سمندر او نورو سیمو کې تر ۹۰ زیات اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي، خو د زیان یا تلفاتو د کچې په اړه یې هیڅ توضیحات نه دي ورکړي.
پر اوکراین پراخه جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د مسکو پیل کړې وه.
م م له مرستندویه ټولنو: د ستنېدونکو افغان ښځو لپاره مرستې زیاتې کړئ

ملګرو ملتونو له مرستندویه هیوادونو غوښتي چې له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ستنیدونکو ښځو لپاره مرستې زیاتې کړي.
د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ایران او پاکستانه د راستنیدونکو ښځو او نجونو لپاره تمویل زیات کړي چې ډیری وختونه په خپله خوښه هیواد ته نه ستنیږي او د هغو ښځینه مرستندویه کارکوونکو لپاره دې چې د دوی ملاتړ کوي، پانګونه زیاته کړي.
دوه ورځې مخکط د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وویل چې له ایران څخه د افغان کډوالو په لویه کچه راستنیدو په سرحدونو کې پر خدماتو او اسانتیاوو فشار زیات کړی دی، او د مالي سرچینو کمښت د مرستندویه ادارو کار له خنډ سره مخ کړی دی.
په دې وروستیو کې، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل چټک شوی او د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په وینا، په تیرو درو میاشتو کې نژدې ۱.۸ ملیون افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
روسي سیاستوالو د دوی اوبو ته نژدې د امریکا د اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول ( کم اهمیته) بللي

د کریملین نژدې سیاستوالو او کارپوهانو روسیې ته نژدې د امریکا د دوو اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول، کم اهمیته بللي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه اوبتلونه یې یوه مناسب ځای ته استولي دي.
د ډي.پي. اې خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د پارلمان یا دوما مرستیال لیونېډ ایولیف تاس خبري اژانس ته ویلي، د دوو اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول، د روسیې ملي امنیت ته کوم ګواښ نه دی.
ټرمپ له روسیي چارواکو سره تر اختلاف وروسته د خپلو سمندري ځواکونو دوه اټومي اوبتلونه روسیې ته نژدې ځای پر ځای کړل.
ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ د روسیې ولسمشر ته ۱۰تر ۱۲ ورځو مهلت ورکړ چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، که نه بندیزونه به پرې ولګوي.
خبریال سلیمان راحل د طالبانو له زندانه ازاد شو

په غزني کې د خوشحال راډیو مسول مدیر سلیمان راحل له شاوخوا درې میاشتني زندان وروسته ازاد شوی دی.
یوې ځایي سرچینې پرون شنبه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې راحل د زمري میاشتې په نهمه نیټه خوشې شوی دی.
راحل د روان لمریز کال د ثور په ۱۵مه غزني کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او وروسته " د طالبانو د حکومت په ضد تبلیغ" په تور درې میاشتې زنداني شو.
د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې ورسره بندي یوشمیر نور خبریالان هم ازاد کړي.
د خبریالانو د دفاع دغه بنسټ وایي، دا مهال شاوخوا لس خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.
غزه کې د فلسطیني سرې میاشتې ټولنې یو کارکوونکی د اسراییل په برید کې وژل شوی دی

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې نن یکشنبه ( د زمري ۱۲مه) اعلان کړی چې د غزې خان یونس کې د دوی پر دفتر د اسراییلو برید کې یې یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د فرانس پریس په خبره، دغه برید دوه ورځې وروسته تر هغه کیږي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکوف په غزه کې د مرستې رسونې له هغه مرکزه لیدنه وکړه چې متحده ایالتونه یې ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې له جګړې نژدې دوه کاله وروسته غزه د بشپړې قحطۍ په درشل کې ده.
د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي، د اسراییل په جګړه کې تراوسه له شپیته زره او درې سوو څخه زیات کسان وژل شوي، ملګرو ملتونو دغه شمیرې د باور وړ بللې دي.
امیرخان متقي په درې ورځني سفر پاکستان ته ځي، هلته نژدې یو نیم میلیون کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې متقي به په دغه سفر کې چې سبا دوشنبه پیلیږي، د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف، له مرستیال صدر اعظم اسحاق دار او نورو چارواکو سره پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسلو خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی.
د دغه شمیر کډوالو چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري، اقامه د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې او پاکستان ویلي چې نه یې تمدیدوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی و.
د ایران ولسمشر پاکستان ته تللی،دوه اړخیزې اړیکې او له امریکا سره د ایران نانندۍ د بحث وړ مسلې دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته سفر کړی دی.
د ایران او پاکستان چارواکو ویلي چې پزشکیان به په دې دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړنی سفر دی.
پاکستان پرون جمعه وویل، چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د نانندریو په کمولو کې رول ولوبوي.
جانټن رینولډز: نه پوهیږي چې طالبانو سره زنداني مور او پلار یې ژوندي دي او که نه؟

په افغانستان کې د زنداني بریتانوۍ جوړې زوی جانټن رینولډز وایي، نه پوهیږي چې مور او پلار یې تراوسه ژوندي دي او که نه.
هغه پرون جمعه ( د اسد ۱۰مه) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وروستی ځل یې د جون ۱۵مه، یعنې څه باندې یوه نیمه میاشت مخکې له خپل مور او پلار سره خبرې کړي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او میرمنه یې ۷۶ کلنه باربي رینولډز له نژدې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
دغه جوړه له تیرو دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې وه او هلته یې ښوونیزې پروژې مخته وړلې.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل چې دغې جوړې ته قونسلي او له کورنۍ سره د اړیکې خدمتونه وړاندې کیږي او د خلاصون هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، دغه دوه کسان په ظاهره له هیڅ ډول رسمي تور پرته زندانیان دي چې موثرو حقوقي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.