د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

ماډلېنګ په افغانستان کې 


ماډلېنګ چې نن سبا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پالل کېږي، په افغانستان کې په لومړي ځل د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال يو شمېر ځوانانو پیل کړ.

د سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال هم د ماډلېنګ ځینې پروګرامونه جوړ شول، خو کله چې په افغانستان کې جګړه پیل شوه، د ژوند د نورو اړخونو په څېر ماډلېنګ هم د خلکو له یاده ووت.

اوس یو شمېر ځوانان په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې د ماډلېنګ تته شوې جلوه بیا را تازه کړي.

دغه ځوانان په کلتوري پروګرامونو کې ګډون کوي او په اعلانونو، د سندرو په کلېپونو او فلمونو کې هم را څرګندېږي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG