د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

رأیو بیا شمېرنه کې د کلېنټن د ونډې په اړه د ټرمپ خپګان


د امريکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، دی خفه دی چې د نومبر په انتخاباتو کې يې سياله او د ډموکراټ ګوند کانديده هېلري کلېنټن په درېيو مهمو ايالتونو کې د رأيو د بيا شمېرنې د هڅو برخه جوړېږي.

ټرمپ دغه خبرې د نومبر په ۲۷مه يوه ورځ وروسته له هغه په ټويټرپاڼه کې کړي چې د کلېنټن کمپاين وويل، د ويسکانیسن ايالت د رأيو په بيا شمېرنه کې برخه اخلي.

د ويسکانیسن ايالت د ټاکڼو برخې مسؤلين د نومبر په ۲۵مه د ګرين ګوند د جيل سټين په غوښتنه د رأيو په بيا شمېرلو سلا شول.

هغې دا غوښتنه په شمېر کې د سهوه کېدو په بنسټ کړې وه.

سټين په ميشيګان او پنسلوانيا ايالتونو کې هم د رأيو بيا شمېرل غواړي.

ټرمپ د نوموړي دغه هڅه جعل کاري بللې ده.

کلېنټن له ټرمپه نېږدې دوه ميليونه ډېرې رأيې وړې دي.
کلېنټن له ټرمپه نېږدې دوه ميليونه ډېرې رأيې وړې دي.

کلېنټن له ټرمپه نېږدې دوه ميليونه ډېرې رأيې وړې دي.

خو په انتخاباتي کالج کې چې د امريکا د ولسمشر د منتخبولو پرېکړه کوي، هغې د ډونالد ټرمپ د ۲۹۰ په مقابل کې ۲۳۰ رأيې خپلې کړې دي.

په دې کې د ميشيګان ايالت رأيې شاملې نه‎دي.

که بیا شمېرنه وښيي چې هېلري کلېنټن په دغو درېيو ايالتونو کې ډېرې رأيې وړې دي نو ښايي د انتخاباتي کالج رأيې د کلېنټن په ګټه وڅرخوي.

XS
SM
MD
LG