د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

نېشنل انټرسټ: دښمنیو د قیمتي ډبرو سوداګري ستونزمنه کړې


امریکایي نېشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان د کانونو وضعیت ته په یوه مطلب کې کتنه کړې چې سرلیک یې دی، شخصي دښمنیو په افغانستان کې د قیمتي ډبرو سوداګري له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

خپرونه لیکي:

هغه تأسیسات چې د افغانستان په شمال د هندوکش د غرونو د لوړو تر سیوري لاندې په بدخشان ولایت کې جوړ شوي، پریښودل شوي او له اوسیدونکو خالي دي خو ترې ښکته د افغانستان یوه داسې پانګه د لاجوردو کان پروت دی چې په نړۍ کې ساری نه لري.

د نېشنل انټرسټ خپرونې په وینا د افغانستان د نورو طبیعي زیرمو ترڅنګ دغو کانونو ته د یوې داسې وسیلې په توګه کتل کېږي چې پر بهرنیو مرستو به د دې هېواد اتکا له منځه یوسي.

خو په هر صورت د کانونو واقعیتونو ښودلې چې د افغانسان لاجورد هم د سیاسي دسیسوپه لومه کې ګیر دي.

نېشنل انټرسټ خپرونه وړاندې لیکي:

د افغانستان د لاجوردو وروستۍ لانجه چې تر اوسه دوام لري د ۲۰۱۴ میلادي کال په جنوري کې هغه وخت راپورته شوه چې یوې وسله والې ډلې چې نه په طالبانو پورې تړلې او نه هم په حکومت پورې د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې د کان کنټرول په لاس کې واخېست.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي، تر هغو پورې چې د لاجوردو د کان د شاوخوا سیمو امنیت ټینګ شوی نه وي دوی نه شي کولای چې د دولت تر کنټرول لاندې د استخراج لپاره یې لازم امکانات برابر کړي او د امنیت مسئله یې هم د کورنیو چارو وزارت ته راجع کړې ده.

نېشنل انټرسټ خپرونه د لاجوردو پرکان د سیمه ییزو زورواکانو اختلافاتو ته په اشاره لیکي:

د کان کیندونکو او د قیمتي ډبرو سوداګرو ته دا مسئله ډیره اسانه ده. هغوی حکومت او د حکومت دننه افراد ملامتوي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر غواړي د لاجوردو کان بېرته تر کنټرول لاندې راولي.

سکاټسمن:

بریتانوۍ سکاټسمن خپرونې افغانستان ته د بریتانیا د بهرنیو چارو د نوي وزیر پر لومړي سفر یوه لیکنه خپره کړې چې په یوه برخه کې یې لیکي:

بوریس جانسن چې په دې سفر کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او له یو شمېر بریتانوي پوځي روزونکو سره چې له افغان امنیتي ځواکونو سره کار کوي، کتلي، افغانستان یې یو په زړه پورې هېواد بللی چې د ده په وینا په سلګونو بریتانویان، ښځې او سړیان هلته له ویاړه ډک کارته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG