د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون نویو کمېشرانو رسماً کار پيل کړ


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون نویو کمېشنرانو نن رسماً په کار پیل وکړ.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، انتخاباتي بنسټونه باید په پوره بې‌طرفۍ او خپلواکۍ سره خپل کارونه ترسره کړي.

سرور دانش چې نن یکشنبه د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون د نويو کمېشنرانو د معرفي کولو پر مهال دغه څرګندونې کولې ټینګار وکړ، نوي کمېشنران باید تېرو تجربو ته په کتو په پوره خپلواکۍ او بې‌طرفۍ سره خپل کارونه ترسره او د عادلانه انتخاباتو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي وویل چې افغان حکومت په بشپړه توګه له انتخاباتي کمېسیونونو څخه ملاتړ کوي او د دغو کمېسیونونو په چارو کې به د هر ډول مداخلې مخه نیسي.

دانش: د کمېسیونونو خپلواکۍ ته درناوی کوو.
دانش: د کمېسیونونو خپلواکۍ ته درناوی کوو.

نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت له لوري دا ډاډ ورکوم چې د دغو کمېسیونونو استقلالیت ته به درناوی کوو او له مالي، تخنیکي او سیاسي پلوه به د حکومت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن وي او همداراز حکومت مکلف دی چې د دغو کمېسیونونو په چارو کې د نورو بنسټونو او اشخاصو د بې‌ځایه مداخلو مخه ونیسي."

ښاغلی دانش وايي، د نویو کمېشنرانو په ټاکلو او د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره وخت ضایع شوی دی نو ځکه نوي کمېشنران باید له شته فرصت څخه ډېره استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېشنران وايي چې د خپلو تجربو څخه په استفادې پر دغه کمېسیون د افغانانو له لاسه تللی باور به بیا ترلاسه کړي.

د دغه کمېسیون یوې کمېشنرۍ حمیرا حقمل د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې له دوی سره د نړیوالې ټولنې د مالي او بشري ملاتړ غوښتنه وکړه.

حمیرا حقمل
حمیرا حقمل

نوموړې زیاته کړه:

"د نړیوالې ټولنې نه مو غوښتنه دا ده چې د شکایتونو کمېسیون د نویو طرحو سره چې په نېږدې ورځو کې به وړاندې شي زموږ سره پوره مالي او تخنیکي مرسته وکړي، ځکه زموږ هدف په انتخاباتو کې اصلاحات دي او اصلاحات مختلفو منابعو ته اړتیا لري نو که چېرې دغه منابع موږ ترلاسه نه‌کړو کېدای شي راتلونکي انتخابات ټکني شي."

بل‌خوا د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رئیس علي ستیغ وايي چې نوي کمېشنران باید د انتخاباتو اړوند په ټولو مسایلو کې مسؤلانه چلند وکړي.

ښاغلی ستیغ هیله څرګندوي چې نوي کمېشنران به وکولای شي د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مسؤلین وایي چې د خپل کار له پیل سره به لومړی د دې کمېسیون اداري پلاوی وټاکي تر څو د دوی په خبره کارونه‌یې په منظم ډول پر مخ ولاړ شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG