د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

ولسي جرګه: که ګوښه شوي کمېشنران تورن وي، څارنوالۍ ته دې معرفي شي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، که د انتخاباتو د خپلواک او انتخاباتي شکایتونو پخواني ګوښه شوي کمېشنران، په کوم غیر قانوني عمل یا جرم تورن وي، باید ژر تر ژره په رسمي توګه لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

ولسي جرګه وايي، قانون د هر جرم پر وړاندې وضاحت لري او پلي کول‌يې په هره برخه کې عدالت تأمینولی شي.

قدیر: حکومت باید دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.
قدیر: حکومت باید دې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.

​د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د چهارشنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري کوله، په دې اړه د جرګې د ځینو غړو له څرګندونو وروسته وویل:

"که چېرې دغه پخواني کمېشنران تورن وي او یا یې د قانون پر خلاف کوم عمل ترسره کړی وي، نو حکومت دې دوی څارنوالۍ ته رسماً معرفي کړي او که داسې نه‌وي، نو د دوی حق چې قانون کې معلوم دی، باید ځانګړې توجه ورته وشي."

د جرګې اداري پلاوی دا خبره له هغې وروسته کوي چې د انتخاباتي کمېسیونونو نويو کمېشنرانو د سې شنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس پر وړاندې، د لوړې مراسم ترسره او په رسمي توګه معرفي شول.

نویو کمېشنرانو پرون د لوړې مراسم تر سره کړل.
نویو کمېشنرانو پرون د لوړې مراسم تر سره کړل.

د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو غړو د ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټې په وروستیو میاشتو کې د یو لړ څېړنو وروسته، د نویو کمېشنرانو یو لېست جمهور رئیس ته سپارلی و چې جمهور رئیس ځینې اووه کسان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پنځه کسان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره وټاکل او په دې اړه‌یې یو فرمان هم خپور کړ.

که څه هم یادو کسانو د ولسمشر پر وړاندې د لوړې مراسم هم ترسره کړل، خو د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه پر یادو کسانو انتقاد کوي چې د انتخاباتو اړوند وړتیا او په یاده برخه کې کاري تجربې نه‌لري.

د ولسي جرګې ځینو غړو دا هم وویل چې د انتخاباتي کمېسیونونو پخوانیو کمېشنرانو په خپله خوښه دندې نه‌دي پرېیښي بلکې پرته له دې چې جرم پرې ثابت شي، له دندو ګوښه کړای شوي دي.

دوی تأکید وکړ چې د پخوانیو کمېشنرانو حقونه دې تر پښو لاندې نه‌کېږي.

میثم: د ګوښه شویو کمېشنرانو حقونه په پام کې نیول شوي دي.
میثم: د ګوښه شویو کمېشنرانو حقونه په پام کې نیول شوي دي.

​په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې د ګوښه شویو کمېشنرانو حقونه په پام کې نیول شوي دي:

"د قانون له پلوه هغه کمېشنران چې تورونه پرې نه‌دي لګېدلي د هغوی پر وړاندې کوم ممانعت نه‌و، دوی کولای شول چې مراجعه وکړي، خو مراجعه‌یې ونه‌کړه، پخواني مطلوب کمېشنران حق لري چې د حکومت په نورو برخو کې جذب شي."

پر نویو کمېشنرانو، د لوړې په مراسمو کې د جمهور رئیس او اجرائیه له‌خوا ټینګار شوی چې په پوره ایماندارۍ او بې‌طرفۍ سره دې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته چمتووالی ونیسي.

دا چې انتخاباتي کمېسیونونه به په دې اړه کوم تدابیر ونیسي دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG