د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

قدیر: داعش غواړي د کډوالو په نوم هرې ولسوالۍ کې۲سوه کورنۍ ځای پرځای کړي


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، داعش پلان لري چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې دوه سوه کورنۍ د مهاجرو په توګه ځای پرځای کړي.

ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې د شنبې ورځې د عمومي غونډې مشري یې هم کوله ادعا وکړه چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې د داعش دوه سوه ځای پرځای کېدونکې کورنۍ به د یوه کال په موده کې اته سوه نورو کورنیو ته چې د دې ډلې هم فکره دي د اوسېدو زمینه برابروي.

د ښاغلي قدیر په خبره د داعش له پلان سره سم په هرې ولسوالۍ کې به د دې ډلې زر کورنۍ په خورا اتفاق خپلې چارې مخ ته وړي چې هغه مهال به یې مخنیوي له وسه پورته کار وي.

نوموړي که څه هم په دې اړه څه ونه ویل چې دی د داعش له دغه پلانه څنګه خبر شوی، خو وايي، حکومت په دې اړه بې تفاوته دی.

قدیر: حکومت په دې اړه بې تفاوته دی.
قدیر: حکومت په دې اړه بې تفاوته دی.

نوموړي زیاته کړه:

"داعش ته داسې پلان جوړ شوی چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې د مهاجر په لباس کې دوه سوه کورنۍ ځای پرځای شي، حتی که حکومت ورته ځمکه ورنه کړي ځمکه په پیسو اخلي او دوی د یوه کال په موده کې باید دغه دوه سوه کورونه اته سوه نورې کورنۍ له ځان سره یوځای کړي دا دوه سوه کورنۍ چې یوځای کېږي دا بې اتفاقه نه دي دا فکري فامیلونه دي."

د افغانستان دفاع وزارت بیا دا نه مني چې ګواکې دوی د داعش له پلانونو بې خبره دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې داعش له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، خو داسې هم نه ده چې دوی د دغه ډلې له پلانونو بې خبره دي.

رادمنش: داعش له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
رادمنش: داعش له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی مستقیماً نشي کولای چې د دولتي ځواکونو په مقابل کې خپله وسله استعمال کړي او دا رښتیا ده چې دوی بهرنیان دي او غواړي چې په افغانستان کې ځینې تهدیدات رامنځ ته کړي، خو موږ پرې خبر یو او تدابیر مو ورته نیولي او په راتلونکي کې هم اقدامات کوو."

شااخوا یو نیم کال وړاندې داعش وسله والې ډلې رسماً د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خپل حضور اعلان وکړ، خو افغان حکومت په کراتو دا ویلي چې دغه ډله یې ځپلې او هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې دایمي مرکزونه جوړ کړي.

د ننګرهار کوټ کې د افغان ځواکونو لخوا د داعشیانو نیول شوی مرکز.
د ننګرهار کوټ کې د افغان ځواکونو لخوا د داعشیانو نیول شوی مرکز.

وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم د افغانستان شمال ته د داعش د وسله والو د انتقالېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

له دې ټولو سره د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، داعش په افغانستان کې د دایمي مرکزونو د جوړولو هڅې په خورا مهارت مخ ته وړي چې تر دې دمه بریالي هم دي.

د پوځي چارو کاره پوه زلمي وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"داعش تازه غواړي چې په افغانستان کې خپلې ځالې جوړې کړي نو په دې اساس کوښښ کوي چې له مخامخ جګړې ځان وساتي، داعش ددې لپاره دې سیمې ته راوړل کېږي چې منځنۍ اسیا ته د دوی مخه کېږي نو په دې اساس یې مستقیماً له جګړې ساتي."

ښاغلی وردګ وايي، دا چې یو شمېر بهرنۍ استخباراتي کړۍ د خاصو اهدافو لپاره په افغانستان کې له داعش نه ملاتړ کوي نو دغه کړۍ هڅه کوي څو له هرڅه وړاندې په افغانستان کې ددغه ډلې د دایمي مرکزونو د رامنځ ته کېدو زمینه برابره کړي چې د ده په خبره د ورځې په تېرېدو دغه چاره ګړندۍ کېږي.

د زلمي وردګ په خبره افغان حکومت او په خاصه توګه امنیتي بنسټونه که اوس د داعش له اړخه افغانستان ته متوجه ګواښونه جدي ونه ګڼي او مخنیوي یې ونه کړي د وخت په تېرېدو سره به یې مهارکول ګران او نا ممکنه وي.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG