د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

استانبول مظاهره‌چیان: "AKP" زما له تنه خپل لاسونه لیرې کړه


د ترکيې استانبول ښار یو ځل بیا د مظاهرې شاهد و، پرون زرګونه کسانو په استانبول کې د هغې لایحې پر ضد مظاهره وکړه چې له مخې یې د کم عمره نجونو د جنسي ځورونکو مجرمین کولای شي له همدغو نجونو سره واده وکړي.

که دا لایحه په قانون بدله شي په دې جرم بندیان به خوشې شي خو په دې شرط چې نجونې یې په زور او ګواښ نه‎وي ځورولي.

د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه درې زره کسانو په دې مظاهره کې برخه واخیسته.

دوی د واکمن ګوند «اې. کې. پي» پر ضد شعارونه ورکول او ویل‌یې چې
"«اې. کې. پي» زما له تنه خپل لاسونه لیرې کړه".

واکمن ګوند په پارلمان کې یاده لایحه چې تېر ډسمبر تصویب شوې وه د دوهم ځل لپاره د بحث په خاطر وړاندېز کړه.

اخوا روېټرز خبري آژانس د ترکیې د صدراعظم بن علي ییلدریم په حواله لیکلي چې دا لایحه په هېڅ وجه د هغو کسانو د بخښلو اعلان نه‎دی چې جنسي تېری یې کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ویلي چې د دې لایحې په خاطر سخت اندېښمن دی.

د دې ادارې ویاند کریستوفر بویلیریک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې:

"د ماشومانو په اړه دا ډول تاریک بینه مسائل جرم دي باید وځپل شي. په هر صورت په کار ده چې په ټولو قضیو کې د ماشومانو ښه‌والی په پام کې ونیول شي."

لا معلومه نه‎ده د ترکیې پارلمان به چې له ۵۵۰ سیټونو ۳۱۷ واکمن

ګوند «اې. کې. پي» خپل کړي دا لایحه څنګه له دې مخالفتونو سره سره تر بحث لاندې ونیسي.

ترکیه کې د واده قانوني عمر اتلس کاله ټاکل شوی دی خو په ځینو لیرو پرتو سیمو کې د کم عمره نجونو وادونه کومه ډېره بې‌مخینه خبره هم نه‌ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG