د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د ننګرهار بټي‎کوټ کې ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه


د ننګرهار د بټي‎کوټ ولسوالۍ د چهاردهي په کلي کې د ماما او خوریې تر منځ ۲۵ کلنه دښمني د بټي‎کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد په منځګړیتوب په دوستي بدله شوه.

ولسوال حاجي غالب مجاهد د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دغه دښمني چې د خوريې او ماما تر منځ وه او دواړو لورو ته مړي هم شوي و، پرته له کوم شرط کېښودلو د دوی تر منځ روغه وکړه او دواړه لوري يې د دوستۍ پر ټغر سره راټول کړل.

ولسوال حاجي غالب مجاهد
ولسوال حاجي غالب مجاهد

ښاغلی مجاهد وايي:

"د قومي مشرانو په هلو ځلو سره دا موضوع مو ورته خلاصه کړه او دا د مړو موضوع په ښه ډول سرته ورسېده او هغه پخوانۍ فیصلې چې کېدې د مړي په بدو کې به‌يې ښځې ورکولې په دې جرګه کې ښځې نه‎دي ورکړل شوي یو بل ته بخشش شوی او دا دښمني يې په دوستي بدله شوه."

ښکېلو خواوو د غالب مجاهد پرېکړې نه رضایت ښکاره کړ او ژمنه‌يې وکړه چې له دې وروسته به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي.

د قضيي یوه اړخ مولوي رفیع‌الله وويل، دا ۲۵ کاله‌يې د همدې دښمنۍ له امله په جلا وطنۍ کې تېر کړل او اوس ډېر خوښ دي چې د خپلو خورینو سره‌یې دښمني په دوستي بدله شوه.

دی وايي:

"د دې دښمني نتیجه دا وه چې موږ په پاکستان کې و او دوی دلته و یو بل باندې نه راتلو خو کله چې دوه میاشتې مخکې راغلم حاجي صیب غالب خان ته عارض شوم او هغه په ډېر ښه شکل باندې دا مسئله حل کړه موږ د پرېکړې نه راضي یو."

د قضيې بل اړخ سید افضل هم د دې جرګې له پرېکړې هرکلی وکړ او ویې‌ويل دواړو یو بل ته بخشش وکړ او په اینده کې به د ماما او خوریې په ډول د دوستۍ او مينې محبت ژوند کوي.

ښاغلی افضل وايي:

"دا فیصله منصفانه ډول باندې وشوه او بېرته موږ او ماما ګان بېرته ماما او خوریې شوو او د دوستۍ اعلان مو وکړ په دې فیصله خوشاله یو او د زړه د مینې نه به سره ګډ ژوند کوو او یو بل ته مو د زړه نه بخشش وکړ."

د ویلو ده چې دغه دښمني پوره ۲۵ کاله وړاندې د تنظيمي اختلافاتو له امله د ماما او خوري تر منځ راپيدا شوې وه چې دواړو لورو ته مړي او زخميان هم شوي وو.

د ولسوال غالب د معلوماتو له مخې د دوی تر منځ پرېکړه پرته له کوم شرط کېښودلو شوې او دواړو غاړو یو بل ته د مړو بخشش کړی.

دی وايي، د جرګې د دواړو لورو نه ضمانت اخیستل شوی که د جرګې پرېکړې نه سرغړونه وکړي نو لس لس لکه افغانۍ به جریمه ورکوي.

XS
SM
MD
LG