د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

نړیوال مشرانو د امریکا نوي ولسمشر په توګه ټرمپ ته مبارکي ورکړه


د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د نوي ولسمشرپه توګه د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا نوي ولسمشرته د مبارکۍ پیغام په ورکولو سره ویلي چې د امریکا رهبري د تل په څېرمهمه ده او وایي، یوه پیاوړې ناټو د امریکا او اروپا دواړو لپاره اهمیت لري.

سټولټنبرګ بروکسل کې د وینا پرمهال وویل، په ۲۰۱۷ کال کې به د بروکسل غونډه یو ښه فرصت وي چې د امریکا له نوي ولسمشر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

دی وايي:

"دا سرمشریزه به یو داسې فرصت برابر کړي چې د امریکا له نوي ولسمشر سره کښینو او پردې بحث وکړو چې د ناټو ژمنې څنګه پوره کولای شو، د دې نظريي لپاره څنګه یوه ګډه دفاع رامنځته کړو چې د هر یوه لپاره جلا او د ټولو لپاره وي او دا چې وتوانېږو یو داسې امنیتي چاپیریال رامنځته کړو چې له تروریستي ګواښونو، انټرنیټي بریدونو او نورو ستونزو او ګواښونو سره مقابله وکړو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا له نوي ولسمشره غوښتي چې نړیوالو مقرراتو ته ژمن پاته شي.

هغه وایي، د امریکا هر ولسمشر باید د نننۍ نړۍ په حقایقو پوه شي او باید لاسلیک شویو تړونونو ته ژمن پاته شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ډونالډ ټرمپ ته د ولسمشرۍ مبارکي ویلې او پاکستان او امریکا یې د څو لسیزو نېژدې متحدین بللي دي.

بل‎خوا کریملین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له‎خوا د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د انتخاباتو د بریا له کبله مبارکي ویلې ده.

ولسمشر پوتین هیله ښودلې چې د روسیې او امریکا د اړیکو د ښه کېدو لپاره به دوی په ګډه کار وکړي څو د دوی ترمنځ ترینګلې اړیکې ښې شي او له بلې خوا به د اعلامیې په خبره دا ګډې هڅې د نړۍ د امنیتي ګواښونو په وړاندې یوه مثبته هڅه وي.

د بریتانیا صدراعظمې تیریزا مې د امریکا نوي ولسمشر ته د بریالیتوب مبارکي ورکړې.

دا وایي، بریتانیا او متحده ایالات به د سوداګرۍ، امنیت او دفاعي چارو په برخه کې قوي او نېژدې متحدین پاتې وي.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرېم په انقرې کې د وینا پر مهال د امریکا نوي ولسمشر ته مبارکې ورکړې او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت ګڼلی دی.

یلدرېم دا هم ویلي چې په امریکا کې د مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن په ورسپارلو سره به د ترکیې او امریکا ترمنځ د اړیکو یو نوی فصل پرانېستل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې حاضر دی د امریکا د نوي ادارې سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاښه کولو لپاره کار وکړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلامېرکل د امریکا او جرمني د ګډو ارزښتونو پر اساس له هغه هېواد سره د نېژدې همکارۍ ژمنه وکړه.

د جاپان صدراعظم شینزو ابي د امریکا د نوي ولسمشرپه توګه ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې جاپان او امریکا دوه نه بیلیدونکي متحدین دي چې د ازادۍ، ډیموکراسي، بشري حقونو او قانونولۍ په برخه کې ورته دریځ لري.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اعلامیې په خپرولو سره ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې د ټرمپ په مشرتابه کې به سوله ټینګه شي.

د اوکراین ولسمشر پېترو پروشینکو هم د امریکا نوي ولسمشرته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې کیف له امریکا سره همکارۍ ته چمتو دی.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او پر خپل فیسبوک یې دا یو لوی خبر بللی چې ټرمپ انتخابات وګټل.

دی وایي، ډیموکراسي لا تراوسه ژوندۍ ده.

د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي سیالي هیلري کلېنټن د ټرمپ د بریالیتوب تراعلان وروسته له هغه سره پر ټیلیفون خبرې وکړې او د خپل رقیب ټول انتخاباتي کمپاین ته یې مبارکي ورکړه.

نوموړي تراوسه خپلو پلویانو ته وینا نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG