د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

حسين: څو د جنګ اقتصاد نه وي ختم شوى ترهګري نه شي ختمېداى


د سياسي چارو څېړونکى ډاکټر خادم حسين وايي، افغانستان او پاکستان کې په بشپړه توګه د ترهګرۍ د نه ځپل کېدو اساسي علت دا دى چې په سيمه کې د جنګ اقتصاد او د ترهګرۍ لپاره فکري بيانيه لا نه دي ختم شوي.

وايي، څو چې د پاکستان په اساسي قانون کې د دې د له منځه وړلو پرېکړه نه وي شوې، ترهګري به د سيمې د هېوادونو په شمول په خپله پاکستان ته هم لوى خطر وي.

خادم حسين وايي، پاکستان پر ځاى د دې چې په ترهګرۍ کې بل ګاونډى هېواد دخيل وبولي، بايد خپلو ادارو ته اجازه ورکړه چې د هغه په اړه کره پلټنې وکړي.

له ډاکټر خادم حسين سره په کوټه کې د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل د ترهګرۍ د وروستيو پېښو په اړه مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:22 0:00

XS
SM
MD
LG