د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

"م. م" کندز کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري


ملګرو ملتونو په کندز کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د دې سازمان د بشري مرستو د هماهنګۍ نړیوالې ادارې پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې کندز ښار کې خلک د خوړو، دوا او اوبو له کمبود سره مخامخ دي.

د دې ادارې مطبوعاتي مسؤلې دانیل مویلان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل کندز کې خلک د خوراکي موادو کموالي له امله له سخت وضعیت سره مخامخ دي.

دانیلا مویلان زیاته کړه:

"ملګري ملتونه په کندز ښار کې د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري. د کندز ښاریان له تېرو اتو ورځو راهیسې برق او اوبه نه‎لري. موږ ته معلومات رارسېږي چې ښار کې خوراکي مواد هم کم دي. هغه کسان چې د ډوډۍ پيدا کولو لپاره ښار ته ځي د وژل کېدو تر خطر لاندې دي."

مویلان څرګنده کړه چې د اکټوبر په درېیمه پر کندز ښار د وسله‎والو طالبانو د حملې له امله تر ۳۳ زره زیات وګړي له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي او نورو سیمو لکه تالقان، مزارشریف او کابل ته تښتېدلي دي.

مویلان زیاته کړه چې د دوی د اټکل پر اساس، نېږدې ۳۵ زره کسان مزارشریف ته تښتېدلي خو ټینګار یې وکړ چې د دې ارقامو د تائید لپاره څېړنې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، کندز کې د خلکو لپاره دوا او صحي خدمات ډېر محدود دي او خلک له یوه بحران سره د مخامخ کېدو تر ګواښ لاندې دي.

خو د افغانستان حکومت وايي چې لږ تر لږه ۷۰ میلیونه افغانۍ کندز کې د جګړې له امله اغېزمنو کورنیو ته استول شوي چې د هغوی لپاره به د خوراکي موادو، پاکو اوبو او سرپناه په برابرولو ولګېږي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، کندز ښار په بشپړ ډول امنیتي ځواکونو نیولی او د ثبات تر ټینګېدو وروسته به د امنیتي وضعیت د خرابوالي په اړه څېړنې پيل شي.

د مرتضوي په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني د کندز د خلکو له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به هلته په اداري چارو کې د بنیادي اصلاحاتو طرحه جوړه شي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

شاه حسین مرتضوي وايي:

"ولسمشر ټینګار کړی چې اول باید کندز کې نسبي ثبات ټینګ شي او بیا به موږ د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر اساس، اقدام کوو. هغه کسان به چې په خپل کار کې یې سستي کړې او دنده‌یې سمه نه‎ده ترسره کړې، باید مجازات شي او هغه کسان به چې کندز کې یې مقاومت کړی او له ښاره‌یې دفاع کړې تقدیر شي."

د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د امریکا په مشرۍ هوايي ځواک‌یې ملاتړ کوي، په کندز کې په تصفیوي عملیاتو لګیا دي.

حکومت وايي، کندز کې د ثبات تر ټینګولو وروسته ښايي د ولایتي ادارې په چوکاټ کې د ممکنو تغییراتو پرېکړه هم وشي.

XS
SM
MD
LG