د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

ارګ: د وسله‌والو طالبانو د جګړې مدیریت د بهرنیانو له‌خوا کېږي


ارګ وایي، له څو میاشتو را په دې خوا وسله وال طالبان له یو واحد ارګان څخه مدیریت نه لري.

د افغان ولسمشر ویاند وايي، له څو میاشتو را په دې خوا د وسله والو طالبانو د جګړې مدیریت د بهرنيانو په لاس کې دی، خو نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست.

محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، اوس مهال وسله وال طالبان د جګړې قومانده د افغانستان له بهر څخه تر لاسه کوي او په خبره يې، دوی د خپل بهرنیو ملاتړو له خوا تمویل او تجهیز کېږي.

هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

هغه زیاته کړه:

"دوی د خپلو بهرنیو حامیانو له خوا تمویل کېږي، د مشورې ورکولو په برخه کې هم، په پوځي او مالي برخو کې تجهیز کېږي، وسله وال مخالفین په بشپړه ډول د جنګ مدیرت په خپل لاس کې نه لري."

د ښاغلي چخانسوري په خبره په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خپلو جګړو ته په دې خاطر زور وکړی دی چې د افغان حکومت وروستۍ لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

چخانسوري زیاته کړه چې په هېواد کې د وروستو جګرو د مهارولو او د مخالفینو د ځپلو په هدف ولسمشر محمد اشرف غني د ولایتونو چارواکو ته دستور ورکړی چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

بل خوا د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دغه ناسته کې وویل چې د افغانستان دښمن داخلي نه دی او د ځپلو لپاره یې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې ۲۹ عملیاتونه روان دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې زموږ مسؤلیت په ملي اردو په صفت دا دی چې، د افغانستان د ازادي او ملي حاکمیت څخه دفاع وکړو، همدا نن موږ په ۱۹ ولایتونو کې ۲۹ پوځي عملیاتونه په لاره اچولي او اوس هم په شمال، جنوب، شرق او غرب ولایتونو کې ادامه لري."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږې چې اوس مهال د کندز او هلمند ولایتونو په مرکزونو کې جګړه روانه ده او وخت په وخت یې په اړه خبرونه بدلېږي او تر څنګ يې په ارزګان، فراه او بغلان ولایتونو کې هم د ناسم امنیتي وضعیت په اړه راپورونه ورکول شوي دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG