د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

خوګياڼی: د راستانه شويو کډوالو ستونزې به ډېر ژر هوارې شي


د لوی اختر راوروسته له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ تر پخوا نوره هم تېزه شوې ده.

د ننګرهار د ولایتي چارواکو په خبره هره ورځ په نورمال ډول اووه سوه کورنۍ د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي.

د تورخم په ښارګوټي کې تازه راستانه شوي کډوال وايي، خوښ دي چې خپل هېواد ته راستنېږي، خو په خبره‌يې د سرپناه نه‌شتون او د ماشومانو تعلیم‌يې مهمې ستونزې دي چې دوی ورته له وړاندې نه په اندېښنه کې دي.

چارواکي: له لوی اختر نه وروسته هېواد ته د کډوالو ستنېدو بهیر چټک شوی
چارواکي: له لوی اختر نه وروسته هېواد ته د کډوالو ستنېدو بهیر چټک شوی

څو تنو راستانه شویو کډوالو ازادي راډیو ته وویل:

"زما پيدایښت په پاکستان کې شوی اوس دا دی راغلو دلته هېڅ نه‌لرو ځای نه‌لرو حکومت نه غوښتنه کوو چې موږ ته ځای راکړي او یو څه کمک راسره وکړي چې دلته خپل عادي ژوند ته راوګرځو."

"موږ په ټل کې اوسېدو دا دی نن راغلو هلته هم مشکلات و هغو خلکو چې کارتونه لرل هغوی ته په میاشت کې هم نوبت نه‌رسېده او زموږ غوندې نورو خلکو چې کارتونه نه‌لرل دوی هر وخت راتلای شي، خو دوی سره بیا مرسته نه‌کېږي، زموږ له حکومته غوښتنه دا ده چې موږ د سرپنا ستونزه هواره شي او زموږ د بچو د تعلیم لپاره زمینه برابره شي."

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي د کډوالو دغه اندېښنې پر ځای ګڼي او وايي، د دې اندېښنو د له‌منځه وړلو په موخه د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د سې شنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر سره ناسته وکړه.

نوموړی وايي دوی پرېکړې ته ورسېدل چې په نېږدې وخت کې به د کډوالو د سرپناه او د دوی د اولادونو لپاره د تعلیم ستونزه هواره کړي.

​ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:

"د کډوالو درې مهمې ستونزې دي چې یو د دوی د سرپناه مشکل و، بل د دوی د بچو تعلیم ستونزه او درېيم د هغو کډوالو سره د مرستې نه‌شتون ستونزه وه چې په پاکستان کې نه‌وو راجستر شوي دا ټولې ستونزې نن والي صیب د کډوالو چارو وزیر سره شریکې کړې او پرېکړه وشوه چې په کوټ او بهسودو ولسوالیو کې به کډوالو لپاره د ځمکې د ډيزاین چارې پيل شي او دارنګه د معارف وزارت سره خبرې وشوې چې د ټولو راستنو شویو کډوالو زده کوونکو نه به د سویې ازموینه اخیستل کېږي او بیا دلته په ښوونځيو کې استخدامېږي او غیرې راجستر شویو کډوالو لپاره پنځه میلیونه ډالر منظور شوي دي."

نوموړی وايي، هغه کورنۍ چې نه‌دي راجستر شوي د هغوی سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه ډالر منظور شوي او د سل ميلیونه افغانيو وړاندیز مرکزي حکومت ته شوی تر څو د کډوالو ستونزې ورسره حل شي.

د ویلو ده په سلګونو کورنۍ چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راکډه شوي یو شمېر په شېخ مصري کمپ کې او ځينې نورې بیا د لغمان په ګمبېري دښته کې د شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG