د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

ډیپلوماټ: افغان کډوالو پېښور په څلورم لوی ښار بدل کړ


د بشري حقونو د څار د ټولنې خپرونه لیکي چې له افغانانو سره د پاکستان د حکومت د ګواښ او فشار چلند له هغه هېواده د ګڼ شمېر افغان کډوالو د وتلو باعث شوی.

خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د دې ټولنې د څېړونکې پاتریشیا ګاسمن له قوله لیکي چې وايي، پاکستاني چارواکي له بشري حقونو په جدي سرغړونو سره هڅه کوي افغان کډوال په ډله ییز ډول له دې هېواده وتلو ته اړ کړي.

خپرونه زیاتوي، ستانه شوي کډوال چې ځینو یې په پاکستان کې له دیرشو کلونو زیات وخت تېر کړی، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ویلي چې په پاکستان کې فشارونو، اقتصادي ستونزو، له محاکمې پرته نیونو، جزیو او رشوتونو پر دوی د ژوند کړۍ تنګه کړې وه.

د بشري حقونو د څار ټولنې خپرونه زیاتوي چې له افغانانو سره دا ناوړه چلند او فشارونه د سږني کال له جون میاشتې راهیسې په زیاتیدو شول.

خپرونه د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې له افغان کډوالو سره د خپلو امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند مخه ونیسي او د هغو امنیت خوندي کړي.

ډیپلوماټ:

ډیپلومات خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو عواقب څېړلي او لیکي، افغان کډوال پاکستان ته د مهاجرت پرمهال په هغو سیمو کې دېره شول چې تشې او شاړې دښتې وې، خو د افغانانو له مهاجرت وروسته زرګونه هکتاره ځمکه اباده شوه او دښتې په سمسورو او ابادو ښارونو بدلې شوې.

ډیپلومات د مثال په توګه د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار یادوي او لیکي، پېښور هغه مهال دښتې ته ورته سیمه وه خو د افغان کډوالو له دیره کېدو وروسته د پاکستان په څلورم لوی ښار بدل شو.

خپرونه زیاتوي دا مهال زرګونه افغانان په خپل هېواد کې دننه په کار بوخت دي خو کورنۍ یې په پاکستان کې اوسي.

خپرونه د امت په نوم د پاکستانۍ ورځپاڼې له قوله لیکي چې افغان کډوال د پاکستان اقتصاد ته په کال کې شاوخوا ۳۲۵ میلیونه ډالر ګټه وررسوي.

ډيپلومات خپرونه د پېښور د کارخانو بازار د مثال په توګه یادوي او لیکي، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېری تجارتي بازارونه چې چینايي او کوریايي مالونه پکې پلورل کېږي د افغانانو په لاس کې دي.

خپرونه زیاتوي، پردې سربېره د افغان سوداګرو پیسې په پاکستاني بانکونو کې ساتل کېږي چې دوران یې د پاکستان اقتصاد ته ګټه رسوي.

خپرونه وړاندې لیکي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې له کبله زرګونه پاکستانیان کارونه لري او د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري معاشونه ورکوي.

له بلې خوا له کډوالو سره مرستندویې ټولنې د پاکستان حکومت ته د کال یونیم سل میلیون ډالر ورکوي چې د ډيپلومات په وینا تقریباً ټول د پاکستان د حکومت حسابونو ته انتقالېږي خو کډوالو ته هیڅ هم نه رسېږي.

خپرونه زیاتوي په پاکستان کې دیره افغانان تل د جګړې د وسیلې په توګه کارول شوي دي او په نیابتي جګړو کې کار ترې اخیستل کېږي نو ځکه هېواد ته د دې کډوالو ستنېدل به په افغانستان کې د تشدد له کمېدو سره هم مرسته وکړي.

ډیپلومات په پای کې لیکي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدل ښايي په لنډ مهال کې د ستونزو باعث شي، خو په اوږدمهال کې به په افغانستان کې د نیکمرغۍ او سوکالۍ تخم وکري، هغه سوکالي چې د خپرونې په وینا افغانان له اوږدو کلونو راهیسې ورته سترګې په لاره دي.

XS
SM
MD
LG