د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

بارکزی: روان کال د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


د افغانستان د ژورنالېستانو شورا روان لمریز کال په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.

یاده شورا وايي، روان لمریز کال کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف ۵۵ سلنه لوړ شوی دی.

د دغې شورا رئیس حفیظ الله بارکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډه کې له حکومت وغوښتل چې د ژورنالېستانو امنیت ته پام وکړي او هغه څوک محاکمه کړي چې ژورنالېستان وهي ټکوي او ګواښي.

نوموړي زیاته کړه:

"روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر زیات شوی چې په هغه کې وژل، ټکول او ګواښونه شامل دي، موږ له حکومته غواړو چې قانون پلی کړي، که د ژورنالېستانو ستونزو ته پام ونه‌کړي، نو زورواکي به پر ژورنالېست باندې فشارونه زیات کړي، ویلای شو چې د تېر کال په پرتله روان کال ۵۵ سلنه تاوتریخوالی چې په هغه کې وژنه هم شامله ده زیات شوی."

ښاغلي بارکزي زیاته کړه په تاوتریخوالي کې وژل، ټکول او ګواښل شامل دي چې د وسله‌والو مخالفینو، زورواکو او ځينو افغان امنیتي او ملکي چارواکو له‌خوا ترسره کېږي.

په افغانستان کې دا مهال ۷۵ ټلوېزیوني چینلونه،۲۰۰ راډیو ګانې او سلګونه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
په افغانستان کې دا مهال ۷۵ ټلوېزیوني چینلونه،۲۰۰ راډیو ګانې او سلګونه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

په افغانستان کې دا مهال ۷۵ ټلوېزیوني چینلونه،۲۰۰ راډیو ګانې او سلګونه چاپي رسنۍ دي چې د حکومت د معلوماتو له مخې لس زره خبریالان په‌کې په دندو بوخت دي.

د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو وروستۍ پېښه په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون د رئیس له‌خوا د میوند ټلوېزیون د یوه خبریال وهل دي.

د میوند ټلوېزیون د سیاسي پروګرامونو کوربه نصیر نېکزاد خبریالانو ته وویل چې دغه ستونزه د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو په منځګړیتوب حل شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د ژورنالېستانو پر وړاندې تاوتریخوالی مني او ټینګار کوي چې هڅې یې پيل کړي، څو دغه ګراف راټیټ کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، حکومت په پام کې لري چې د ژورنالېستانو پر وړاندې پراته خنډونه لیري کړي څو دوی په خوندي فضا کې کارونه پرمخ یوسي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بشپړ تدابیر نیولي دي.

مینه‌پال: حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بشپړ تدابیر نیولي دي.
مینه‌پال: حکومت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بشپړ تدابیر نیولي دي.

هغه زیاته کړه:


"حکومت د خبریالانو د ځان او د هغوی د دفترونو د خوندیتوب لپاره ټول تدابیر نیولي دي، د خوندیتوب طرزالعمل د امنیت شورا له‌خوا نهایی شوی، په دې وروستیو کې د ولسمشر دوهم مرستیال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبریالانو د یوه ځانګړي استازي غوښتونکی شو."

د افغانستان د ژورنالېستانو شورا وايي، که حکومت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی ونه‌کړي، نو لیرې نه‌ده چې په افغانستان کې د بیان ازادي چې مهمه لاس ته راوړنه بلل کېږي، له خنډ سره مخ شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG