د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

نی:په روان کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰پېښې ثبت شوي


نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیله تر اوسه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ پېښې ثبت شوي دي.

دا څرګندونې د دغې ادارې اجراییه رئیس د افغان کارګرانو د ملي اتحادیې له خوا د ژورنالیستانو د ستاینې په غونډه کې وکړې.

نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې ورځ تربلې په زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه څرګندوي.

د دغې ادارې اجراییه رئیس مجیب خلوتګر د افغان کارګرانو د ملي اتحادیې له خوا د ژورنالیستانو د ستاینې په غونډه کې وویل په هېواد کې خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه:

"د روان ۲۰۱۶ میلادي کال په جریان کې په انفرادي توګه له خبریالانو سره پنځوس موارده تاوتریخوالی شوی چې په هغه کې د خبریالانو وهل ټکول، وژل او نیول کېدل شامل دي."

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پېښه د دوشنبې په ورځ د جنبش روشنايي په مظاهره کې شوی چې له امله یې اووه تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د مظاهره چیانو له خوا وهل ډبول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې په مظاهره کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي عاملین به ونیسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانود ملي ټولنې رئیس عبدالحمید مبارز

وايي چې اوس هم د حکومتي چارواکو له خوا له خبریالانو سره تاوتریخوالی کېږي.

د خبریالانو د ملي ټولنې رئیس عبدالحمید مبارز
د خبریالانو د ملي ټولنې رئیس عبدالحمید مبارز

نوموړي زیاته کړه:

"نن ورځ زموږ ادارې او تراوسه هم د ادارو والا ډیموکراسي څه ډول چې لازمه وه نه ده منلې، اوس هم زموږ اداره چیان د خبریالانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي."

د بې پولې خبریالانو د راپور په اساس افغانستان د بیان د ازادي په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۲۰ ځای خپل کړی.

خو د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې رئیس وايي چې حکومت لا هم د هغو خبریالانو دوسیې نه دي بشپړې کړې چې په تېرو کلونو کې په هېواد کې وژل شوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG