یو شمېر هندي ورځپاڼو په دې وروستیو کې په نوې ډېلي کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي له قوله داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې د افغانستان، هند او بنګلهدېش په ګډون یو شمېر هېوادونه په دې غور کوي چې په اسلاماباد کې د جنوبي اسیا د سیمهییزو همکاریو د ټولنې یا سارک راتلونکې سرمشریزه تحریم کړي.
ازادي راډیو د دغې خبرې د سپیناوي لپاره غوره وبلله چې په خپله له ښاغلي ابدالي یې واوري.
ښاغلی ابدالي که څه هم پاکستان ته اشاره ونهکړه خو ویېویل چې په سیمه کې د یو شمېر هېوادونو کړه وړه د سارک مېکانېزم چې په سیمه کې د ثبات او اقتصادي پرمختیا په هدف جوړ شوی، له هدفونو سره سرنهخوري او برعکس د ترورېزم ملاتړ کوي.
په نوې ډېلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي په کابل کې د ازداي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه راپورونه سم دي چې تاسو له نورو لورو سره په همغږي هڅې پیل کړي چې افغانستان او یو شمېر نور دغه سرمشریزه تحریم کړي؟
ښاغلي ابدالي په ځواب کې وویل: