د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

له حزب اسلامي سره به د سولې برخلیک څنګه شي؟


کابل چاپ نننیو ورځپانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د مشرانو جرګې له قوله لیکلي افغان حکومت باید د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تړون ژر لاسلیک کړي.

ویسا لیکي که په دې برخه کې خنډونه وي، باید له ملت سره شریک شي، له دې پرته دې ژر د سولې تړون نهايي شي او دواړه غاړې دې پرې لاسلیک وکړي.

همدې ورځپانې د پوهنې د پخواني وزیر فاروق وردګ څرګندنې راخیستې چې ویلي دي، د بن له کنفرانس څخه د ځینو سیاسي ګوندونو اېستل د دې لپاره و، څو په افغانستان کې باثباته نظام رامنځته نه شي.

د ویسا ورځپانې د سرمقالې عنوان دی راځئ د سولې بهیر تر پایه بدرګه کړو.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې پروسه بریالۍ شي، نو د لیکوال په باور دا به په هېواد کې له نورو لوریو سره د سولې او جوړ جاړي پخه تجربه شي او د بشپړې سولې ښه پيلامه به شي.

چراغ:

چراغ ورځپانې لیکلي، په داسې حال کې چې پخوا ویل کېدل چې د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو مخالفت کوي.

د چراغ په مطلب کې د اجراییه ریاست د لومړي مرستیال محمد خان له قوله ویل شوي چې ښاغلي عبدالله د سولې د موافقتنامې مخالف نه دی، خو د اختر د شپو ورځو په خاطر د موافقې لاسلیک وځنډېد.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي، که څه هم تر ډېره پخواني مجاهدین حکمتیار ته د انتقاد ګوته نیسي.

د لیکوال په اند په دې کې شک نشته چې حکمتیار ځینې تېروتنې کړې، خو هغه مجاهدین چې اوس مهال په حکومت کې ونډه لري، هم حکمتیار ته ورته اشتباګانې یې تکرار کړي دي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې له دې ستونزو سره سره بیاهم له افغان حکومت سره د حکمتیار یوځای کېدل د حکومت پر پیاوړتیا مثبت اغیز پرباسي او د سولې په ټپه درېدلی حالت به ګړندی کړي.

بل خوا کابل چاپ ځینو نورو ورځپانو د ملي وحدت حکومت پر څرنګوال لیکنې کړې دي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د مشروعیت وروستۍ ورځ.

د سرنوشت ورځپانې په سرمقاله کې راغلي د دې لپاره چې په افغانستان یو قانوني نظام ولري او په دې برخه کې پرتې ستونزې حل شي په کار ده چې حکومت، سیاستوال او ولس په ګډه کار وکړي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي حکومتي چارواکي دې د خپلې ناقانونه واکمنۍ د دوام پرځای د دې لپاره کار وکړي چې حکومت قانوني چوکاټ ته ولوېږي او مشروعیت پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG