د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

کندز کې یو سړی د خپلې کورنۍ د روږدي کولو په تور نیول شوی


د کندز ولایت د استېناف څارنوالۍ چارواکي وايي، دوی د ملي پولیسو په همکارۍ سره تېره ورځ مازیګر د کندز ښار اړوند د ترکمنانو له سیمې څخه یوه مېرمن او ۷ ماشومان‌یې د روږدي خاوند له تاوتریخوالي ژغورلي او خاوند یې هم پولیسو نیولی دی.

د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ رئیس محمد عارف مبشر رسنیو ته وویل چې د ملنګ په نوم یوه کس له څو کلونو راهیسې خپله مېرمن او ۷ تنه ماشومان په جبر سره پر مخدره توکو روږدي کړي او پر وړاندې یې له ډول ډول تاویرخوالي هم کار اخیستی دی.

محمد عارف مبشر
محمد عارف مبشر

ښاغلي مُبشر په دې اړه داسې وویل:

"دغه معتاد کس له څو کلونو راپدېخوا په وهلو او ډبلو سره د خپلې کورنۍ ۸ تنه غړي په مخدره توکو معتاد کړي دي او ان د خپلې مېرمنې او ماشومانو غوښې په انبور سره پرې کړي او د خپلې ۱۴ کلنۍ لور سر یې په چاقو سره مات کړی دی."

مبشر وویل دوی هڅه کوي چې دغه مېرمن او ماشومان‌یې د امن کور ته وسپاري، ځکه د دې مېرمنې خپلوان دومره مالي امکانات نه‌لري چې هغوی وساتي.

په ورته وخت کې، په کندز کې د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې یو تن غړی قاري ذبیح‌الله کوهي ادعا کوي چې دغه روږدي ملنګ نومي کس خپله مېرمن او ماشومان په جبر سره دې ته اړ کول څو د ښار په واټونو کې سوال ته لاس اوږد کړي او هغه ته هر شپه پیسې راوړي.

ښاغلی کوهي زیاتوي:

"دغه سړي په زور او وهلو او ډبلو سره خپله مېرمن او ماشومان ښار ته استول څو سوال وګړي او غیر اخلاقي کارونو له لارې پیسې ټولې کړي."

په همدې حال کې د دغه روږدي کس مېرمن پري ګل بیا وايي، د دې ترڅنګ چې خاوند یې هغه له ماشومانو سره پر مخدره توکو روږدې کړې، ان هغه‌یې له ماشومانو سره په وهلو او ډبلو دې ته اړ کوله څو د ښار په واټونو کې سوالګري وکړي او غیر اخلاقي کارونو ته مجبوره شي، څو پیسې پیدا کړي.

مېرمن پري ګل زیاتوي:

"ماته خاوند مې ویل چې بازار ته لاړه شه، ګدایګري وکړه، مُرده ګاوي وکړه او له هر سړي سره ولاړه شه او زما لپاره پيسې پیدا کړه."

د دغې ښځې ماشومان چې پر مخدره توکو روږدي شوي او ترڅنګ‌یې ډېر وهل او ډبل شوي هم دي، اوس‌مهال‌یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دا چې د دغو ماشومانو پر وړاندې پلار یې له څه ډول تاوتریخوالي کار اخیستی، د پري ګل دوه تنو ماشومانو داسې وویل:

"زه مې پلار په پلاس سره وهلم دا ګوره زما ټول بدن او لاسونه زخم زخم دي او ماته‌یې ویل چې ولاړه شه پیسې پیدا کړه."

"زه‌یې هم زښته زیاته وهلې یم زما سر مات دی او له سر څخه مې وینې بهېږي او پلار مې ویل چې ولاړه شه پیسې پیدا کړئ او که چېرې موږ نه‌وای تللي نو هغه موږ په پلاس وهلو او سور سیخ سره‌یې زموږ د ځان غوښې سوځولې."

بل‌خوا منلګ نومی روږدی کس چې د خپلې کورنۍ د روږدېدو لامل شوی، دغه تورونه ردوی چې ګواکي هغه به خپله مېرمن او ماشومان د مخدره توکو کارولو، سوالګرۍ او غير اخلاقي کارونو ته په زور او جبر سره اړ کړي وي.

هغه وویل:

"دا ټولې خبرې حقیقت نه‌لري، ځکه مېرمن مې له ما څخه د طلاق غوښتنه وکړه، نو کله چې ما ورته طلاق ورنه‌کړ، نو اوس‌یې ما پسې داسې خبرې او تهمتونه جوړ کړي دي، خو زه په خپله لږ لږ مخدره توکي کاروم."

د کندز استېناف څارنوالۍ رئیس وايي، د دغې پېښې په اړه د دوی څېړنې دوام لري او که چېرې پر دغه سړي باندې لګېدلي تورونه ثابت شي، نو هغه ته به له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG