د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د میدان وردګ د قومونو استازو حزب اسلامي سره د سولې ملاتړ وکړ


د میدان وردګو ولایت د قومونو استازو د حکومت او ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي تر منځ، د سولې تفاهم‌لیک ملاتړ وکړ.

یادو استازو دغه تفاهم‌لیک د سولې او ثبات لپاره مهم وباله او پر دواړو لورو یې غږ وکړ چې له هر ډول شخصي او ګوندي ګټو پرته دې، د دغه تفاهم‌لیک پر موادو په صداقت سره عمل وکړي.

د دې قومونو د استازو شمېر چې سلګونو تنو ته رسېده د یکشنبې په ورځ‌یې په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تفاهم‌لیک هرکلی وکړ او خپل مالي او ځاني ملاتړ یې ورسره اعلان کړ.

په جوړې غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ وویل، د حزب اسلامي له راتګ سره به په هېواد ملي یووالی ټینګ شي:

وردګ:د حزب اسلامي له راتګ سره به په هېواد ملي یووالی ټینګ شي.
وردګ:د حزب اسلامي له راتګ سره به په هېواد ملي یووالی ټینګ شي.

​"د حزب اسلامي د امیر او منسوبینو راتګ به ان شاءالله العزیز د سولې په دوام کې نقش ولوبوي او د فدرال غوښتنې دغه چیغې چې پورته شوې، دا به کمزوري شي، غوښتنه مې دا ده چې دا تفاهم‌لیک له ځنډ پرته لاسلیک او عملي شي."

ښاغلي وردګ د حکومت او حزب اسلامي څخه وغوښتل چې د لاسلیک کېدونکي تفاهم‌لیک ټول مواد دې د سولې په خاطر له هر ډول ملحوظاتو پرته تنفیذ کړي.

ده دا هم وویل، حکومت دې، له دغه تفاهم‌لیک سره سم له طالبانو سره هم، د سولې خبرو ته زمینې برابرې کړي.

د میدان وردګو ولایت بل مخور حاجي جانان د حزب اسلامي له غړو څخه وغوښتل چې د هېواد په پرمختګ او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.

هغه وویل:

​"هیله مو له ټول مسلمان ولس څخه دا ده چې تېرې ترخې تجربې نورې تکرار نه‌کړو، د حزب اسلامي په متحدینو غږ کوم چې له ډېر صبر څخه کار واخلي او د اساسي قانون په چوکاټ کې د هېواد ابادۍ، پراختیا او ښې حکومتوالۍ لپاره، ملا ګانې وتړي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په ورځ وویل چې په دغه بهیر کې هېڅ ډول ځنډ نه‌مني او اوس اوس د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مرستیال جاوید فیصل هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې له حرب اسلامي سره د حکومت د سولې تفاهم‌لیک ورستی شوی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG