د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

کندز چارواکي: د قلعۀ‌زال مرکز د طالبانو له موجودیته پاک شو


د کندز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دوه ورځې وړاندې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د افغان ځواکونو د ۱۵ تندر په نوم تصفیوي عملیاتو دوهم پړاو پیل کړی و چې په پایله د دې ولسوالۍ مرکز د وسله‎والو طالبانو له موجودیته پاک شو.

د قلعۀ‌زال ولسوالۍ څه باندې یو میاشت د وسله‎والو طالبانو په کنټرول کې وه.

د افغانستان د مسلح قواو لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مُراد علي مُراد وايي چې په دغو عملیاتو کې لسګونه تنو وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د افغانستان د مسلح قواو لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مُراد علي مُراد
د افغانستان د مسلح قواو لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مُراد علي مُراد

ښاغلي مُراد زیاته کړه:

"اوس مهال په قلعۀ‌زال کې په کافي اندازه قوتونه موجود دي او دغه عملیات له کندزه پیل شوي وو چې په نتیجه کې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ مرکز هم د طالبانو له موجودیته تصفیه شوه."

د نوموړي په وینا چې دغه تصفیوي عملیات به تر هغه دوام ولري، څو چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ همدارنګه د کندز ولایت پورې اړوند سیمې د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه نه‌وي تصفیه شوي.

ښاغلی مُراد زیاتوي چې کندز کې د وسله‎والو طالبانو په لیکو کې د منځنۍ آسیا هېوادونو جنګیالي هم حضور لري.

په ورته وخت کې د پامير د شلمې فرقې ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي وايي چې دغه عملیات د ملکي خلکو او د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر د یو منظم پلان له مخې ګام په ګام پر مخ ځي.

د پامير د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي
د پامير د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي

ښاغلي موسوي زیاته کړه:

"د ولسوالۍ مرکز، د امنيه قوماندانۍ ودانۍ، د ملي امنیت مدیریت همدارنګه د ولسوالۍ مرکز شاوخوا کلي هم د طالبانو له موجودیته تصفیه شوي."

بل‎خوا د نوموړي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د دې جګړې له کبله ملکي خلک زیانمن شوي دي او ټول کرنیز کښتونه‌یې له‎منځه تللي.

د دې ولسوالۍ د اقتپې سیمې یو تن اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"تېره شپه زموږ کلی د توپونو د ډزو لاندې و او ټول خلک له کلي اواره شوي دي او هرې خوا ته په کډه شوي دي او زموږ مالونه ټول مړه شول او حیران پاتې یو چې موږ څه وکړو او په کومې خوا ولاړ شو."

خو بیا د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته او دولتي ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلي.

د یادولو وړ ده چې د کندز قلعۀ‌زال ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې ده، قلعۀ‌زال او اقتپه چې د ولسوالۍ مرکز او نور دولتي تأسیسات په اقتپه کې موقعیت لري، خو بیا د قلعۀ‌زال سیمه څه باندې یو کال شوه چې د وسله‎والو طالبانو په کنټرول کې ده.

بل‌خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې دوی په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات په شا تمبولې دي او زیاتوي چې په دې عملیاتو کې طالبانو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

خو بیا د کندز سیمه‌ییز چارواکي، د طالبانو دغه خبرې بې‌اساسه بولي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG