د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

فخري: پر علیزايي د لویې څارنوالۍ پرېکړې نه تطبیق به، د اندېښنې وړ وي


د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي، که د هرات ولایتي شورا پر رئیس د لویې څارانوالۍ فیصله عملي نه‌شي د فساد سره د مبارزې په برخه کې د خلکو باور کمېږي.

د یادې ادارې رئیس حسین فخري وايي، که د هرات ولایتي شورا رئیس کامران علیزایي په اړه د لويې څارنوالۍ لومړنۍ پرېکړه عملي نه‌شي دا به د اندېښنې وړ موضوع وي.

ښاغلي فخري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا کار د دې لامل کېږي چې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خلکو باور پر اړوندو ادارو کم او زیان وویني.

د هغه په بارو کې څه هم په اوسنیو شرایطو کې د فساد سره مبارزه سخته ده، خو د حکومت مشران باید شته خنډونه له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه:

"که د هرات ولایتي شورا رئیس په هکله لومړنۍ پرېکړې عملي نه‌شي، د فساد سره د مبارزې او هغه هم د لویې څارنوالۍ له‌خوا د اقدماتو په برخه کې به د خلکو باور لوی زیان وویني."

دا په داسې حال کې ده چې لویې څارنوالۍ د هرات ولایتي شورا رئیس کامران علیزایي د هرات استېناف محکمې څخه په فساد د یوه تورن کس د اېستلو په تور ممنوع‌الخروج اعلان کړ او د هغه وظیفه‌یې وځنډوله.

خو د هرات ولایتي شورا رئیس د څارانوالۍ د دې پرېکړې په ځواب کې یوې خبري غونډې ته وویل چې نوموړی لوی څارنوال دې څوکۍ ته نه‌دی رسولی چې د نیول کېدو امر یې صادر کړي.

د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی
د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی

کامران علیزایي کابل ته تر لنډ سفر وروسته بېرته هرات ته ستون او خپلې وظیفې ته حاضر شو.

نوموړي وویل چې د واقعیتونو تر ښکاره کېدو وروسته لويې څارنوالۍ یې د وظیفې د ځنډ پرېکړه بېرته اخیستې ده.

خو لویې څارنوالۍ بیا په دې اړه رسمي څه نه‌دي ویلي.

له دې سره یو شمېر مدني فعالان وايي چې قانون یوازې د ټولنې په ټیټو خلکو تطبیقېږي نه پر زورواکو.

د فرید احمد امیري په نوم یو مدني فعال وايي:

"تر اوسه پورې کله هم موږ او تاسې د دې شاهد نه‌یو پاتې شوي چې څلور وزیران، درې مرستیالان‌یې یا والیان دې په زندان کې لوېدلي وي او یا دې په رښتینې د دوی دوسیې له فساده خالي وي."

دا فعالان وايي، تر هغې چې مصلحتونه یوه لوري ته نه‌شي د فساد سره مبارزه به یوازې د شعار تر حده پاتې وي او بس.

ښاغلی امیري وايي چې د ملي یووالي حکومت فساد سره د مبارزې په برخه کې له سختې ازموینې سره مخ دی او وبه لیدل شي چې په دې مبارزه کې تر کومې کامیابۍ رسېږي که نه؟

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG