د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

وسله‎والو طالبانو د کندز– شیرخان بندر د "آلچین پُل" نړولی


د کندز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د آلچین پُل وېجاړ کړی دی.

د آلچین پُل د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او دغه پُل ۳۰۰ متره اوږدوالی لري چې د کندز پر رود باندې د شیرخان په وخت کې رغول شوی و او دغه پُل د کندز ښار له شیرخان بندر سره همدارنګه له څلورو ولسواليو لکه، امام صاحب، قلعۀ‌زال، دشت ارچي او کلبات سره نښلوي.

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه‌وال ازادي راډيو ته وویل چې د آلچین پُل تېره شپه وسله‎والو طالبانو په بمونو الوزولی دی.

کامه‌وال:د آلچین پُل تېره شپه وسله‎والو طالبانو په بمونو الوزولی
کامه‌وال:د آلچین پُل تېره شپه وسله‎والو طالبانو په بمونو الوزولی

ښاغلي کامه‌وال په دې اړه داسې وویل:

"طالبانو یو ځل بیا خپله کرغېړنه څېره خلکو ته وښودله او د آلچین پُل‌یې په بمونو والوزوه او د کندز- شیرخان بندر لاره‌یې د ترافیکو پر مخ وتړله او موږ د دغه پله د بیارغولو لپاره پوره چمتووالی لرو."

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مراد علي مراد بیا وايي چې دوی د انجینیري ټیم د آلچین پله د بیارغونې په هدف سیمې ته استولی دی، څو دغه پُل ډېر ژر ورغوي او لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

مراد بیا وايي چې دوی د انجینیر ټیم یې د آلچین پله د بیارغونې په هدف سیمې ته استولی دی
مراد بیا وايي چې دوی د انجینیر ټیم یې د آلچین پله د بیارغونې په هدف سیمې ته استولی دی

ښاغلي مراد د آلچین د پله په اړه وویل:

"په خواشینۍ سره باید ووایم چې د دغه پُل یوه برخه په بمونو وېجاړه شوې او موږ خپل مسؤل کسان هلته استولي، څو دغه پُل ډېر ژر ورغوي او لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي."

له دې وړاندې د کندز والي اسدالله عمرخېل ویلي و چې د پاکستان استخبارات هڅې کوي څو د شیرخان بندر د لارې په اوږدو کې ستونزې جوړې کړي او د شیرخان بندر له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګریزو توګو د صادراتو او وارداتو مخه ونیسي.

د کندز والي اسدالله عمرخیل
د کندز والي اسدالله عمرخیل

ښاغلي عمرخېل په دې اړه رسنیو ته داسې وویل:

"پاکستان دلته په افغانستان کې یو ښه مارکېټېنګ درلود، هغه‌یې دلته له لاسه ورکړ، دوی غواړي د شیرخان بندر په لویه لار ستونزې جوړې کړي، څو له منځنۍ اسیا هېوادونو څخه د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو مخنیوی وکړي."

د یادونې وړ ده چې یوه اوونۍ وشوه د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ درنه جګړه جریان لري او د دغې جګړې له کبله پر کندز ښار باندې برېښنا قطع شوې همدارنګه د کندز-تخار او د کندز–شیرخان بندر لويې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي یاده موضوع ردوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG