د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

میاخېل: له پاکستانه د افغان کډوالو پر تدریجي راستنېدو کار کوو


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو تدریجي راستنېدو لپاره کار کوي.

یاد وزارت، وايي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو د هوارولو لپاره څو کمېټې کار کوي.

د دې وزارت مطبوعاتي سالاکار حفیظ احمد میاخېل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له دې سره چې افغان حکومت د کډوالو د با عزته راستنېدو هر کلی کوي، هلته د مېشتو کډوالو سره د ښه چلند هڅې هم چټکي شوي دي.

میاخېل وايي، د دې تر څنګ چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو شمېره ډېره شوې ،هغه هېواد هم د کډوالو سره خپل چلند یوڅه نرم کړی دی.

میاخېل: د افغان کډوالو ستونزو د هوارولو لپاره هلې ځلې ډېري شوي.
میاخېل: د افغان کډوالو ستونزو د هوارولو لپاره هلې ځلې ډېري شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې د افغان کډوالو ستونزو د هوارولو لپاره هلې ځلې ډېرې شوي دي، هم ډیپلوماټيکې هلې ځلې هم بېلابېلې ناستې کېږي او هم فرعې کمېټې جوړې شوي دي، د سفارت د استازو، زموږ د اتشې او د پولیسو د استازو یوې کمېټې هم په کار پیل کړی او اوس داسې راپورونه راځې چې پاکستان هم په دې برخه کې نرمښت ښودلای."

ښاغلی میاخېل وايي، د افغان کډوالو یوه جرګه له جمهور رئیس غني سره د لیدنې لپاره کابل ته راځي ترڅو د خپلو ستونزو په اړه غوښتنې له جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

دا هڅې له هغې وروسته کېږي چې د سرطان په میاشت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په تورخم کې د جوړ شوي کړکېچ سره په پاکستان کې پر مېشتو کډوالو فشار ډېر شو.

وروسته له دې چې افغان کډوالو د ځورونو له کبله هېواد ته د راستنېدو لړۍ تېزه کړه پاکستاني لوري بیا د افغان کډوالو ستونزو د څېړلو په خاطر په کابل کې د هغه هېواد د پخواني سفیر رستم شاه مومند په مشرۍ یو پلاوی وټاکه.

له دې سره د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د کډوالو له استازو سره له لیدنې وروسته پولیسو ته لارښوونه وکړه چې کډوال دې نه ځوروی.

بل لورته هېواد ته راغلي یو شمېر کډوال وايي چې خلک نور د پاکستان د ښه چلند په اړه له ژمنو ستړي شوي او هېواد ته د راتلو ټينګه تابیا لري.

له دې ډلې محب الله پیوند ازادي راډيو ته په دی اړه وویل:

"نور هلته هستوګنه، هلته د دوی کاروبار او هر څه له ستونزو سره مخ دي، افغانان د پاکستان د دولت او خلکو له لوري تنګ دي او بیا به هلته د دوی هستوګنه مشکله وي."

د عدیل په نوم له پاکستانه کابل ته راغلی بل کډوال وايي، افغان حکومت باید په کور د ننه کډوالو ته د سهولتونو د رامنځ ته کولو هڅه وکړي:

"کډوال ډېر په خوشحالي سره راځي، خو د افغان حکومت څخه یې غوښتنه دا ده چې دوی ته داسې زمینه برابره کړي چې په راتګ کې یې هيڅ خڼدونه نه وي، د افغانستان خاورې ته د ننوتلو په وخت کې او هلته هم چې په کارډ باندې تنګول ونه کړي چې کارډ وښایه یا دا وکړه."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د تېرو دوه میاشتو راهیسې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی او یوازې روانه هجري میاشت دا شمېره اتیا زره کسانو ته رسېږي.

افغان حکومت ویلي چې د کډوالو له راستنیدو پرته افغانستان نیمګړی دی او په کور د ننه د هغوی سره د مرستو لپاره سکتوري وزارتونه په یوه جامع پلان کار کوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG