د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

بلخ کې د کلیوالو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو


په بلخ ولایت کې د کلیو او پراختیا ریاست لخوا د کلیوالو ښځو د لاسي صنایع د خرڅلاوي لپاره یو دری ورځینی نندارتون جوړ شو.

په دې نندارتون کې په ۶۰ غرفو کې د کلیوالو ښځو لاسي صنایع او تولید شوي لبنیاتي محصولات نندارتې ته اېښودل شوي دي، ترڅو یې د خرڅلاوي لپاره بازار موندنه ترسره شي.

دا نندارتون په مزارشریف کې د ښځو په ځانکړي مارکیټ"رابعه بلخي مارکیټ" چې هټۍ والې یې ټولې ښځي دي، جوړ شوی دی.

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست مشره شهلا حدید وايي چې د دې نندارتون د پرانیستې اساسي هدف داخلي محصولاتو ته بازار موندنه ده، او دا کار د کلیوالو کارګرو ښځو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه موثر اقدام بولي.

اغلي حدید د یاد نندارتون اړه وویل:

"دا نندارتون چې جوړ شوی دی ډېر زیات موثر دی او دا سبب کېږي چې د داخلي محصولاتو د خرڅلاوي سطح لوړه شي او کلیوالې ښځې هم تولیدات ډېر کړي."

عاقله هغه مېرمن ده چې له بلخ ولسوالۍ څخه دې نندارتون ته راغلې ده او دلته یې خپل او د خپلو شاګردانو اوبدلي لاسي صنایع راوړې دي.

دا وايي چې خیاطي کوي او ۱۵ تن شاګردانې لري چی دوی ټول د لاسي صنایعو د تولیداتو په خرڅلاوي د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

حدید: د دې نندراتون هدف داخلي محصولاتوته بازارموندنه ده.
حدید: د دې نندراتون هدف داخلي محصولاتوته بازارموندنه ده.

په دې نندارتون کې لاسي صنایع لکه وطني خولۍ، سیمه ییزې جامې، څپلۍ، د کولالۍ کوزې او داسې نور توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

ښایسته یوه بله مېرمن ده چې د کمپ سخي له کلي مزارشریف ته راغلې او دلته یې د کېلوالو ښځو د لاسي صنایعو ترڅنګ نور تولیدات لکه مربا، آچار او چتني هم نندارې ته وړاندې کړي دي، ترڅو ورته د خرڅلاوي بازار پیدا کړي.

اغلې ښایسته کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار له نشتون څخه شکایت کوي او وايي چې خلک نسبت با کیفیت افغاني توکو ته خارجي او وارداتي بې کیفیته توکو ته ارزښت وکړي او دا سبب شوې چې د دوی تولیدات بازار ونه لري.

ښایستې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کار کوم، فعالیت کوم او هغه هڅه چې لرو خپل محصولات او داخلي تولیداتو ته بازار موندنه کو، خو متسفانه نه پوهیږم ولې خلک تر ډېره نسبت داخلي محصولاتو ته بهرني توکو ته ارزښت ورکوي.؟"

دا په داسې حال کې ده چې په رابعه بلخي مارکیت کې چې د ښځو لپاره د سوداګرۍ ځانکړۍ مارکیټ دی، دلته هم هټۍ والې خپلو محصولاتو او په دوکانونو کې موجوده توکو ته د بازار د نشتون له امله شکایت کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG