د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

عزیزي: د لوی څارنوالۍ ریاستونو کې بنیادي تغیرات رامنځته شوي


د افغانستان لویې څارنوالۍ د شفافیت او د عدالت د پلې کولو لپاره په ولایتونو کې د څارنوالیو د ریسانو تر کچې شاوخوا ۲۵۰ کسان تغیر او تبدیل کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي وايي، دغه بدلونونه په دې هدف راغلي چې لویه څارنوالي له ټولو جرمونو سره د مبارزې په ماشین بدله شي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په عدلي سیستم کې د اصلاحاتو په خاطر یې په مرکز او ولایتونو کې پراخ بدلونونه راوستلي دي.

د دغې ادارې ویاند عبدالبصیر عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پر عدلي او قضایي سیسټم د خلکو باور د زیاتېدو لپاره د افغانستان لويې څارنوالۍ د تېرو څه باندې دوه میاشتو راهیسې ۲۵۰ کسان بدل یا نوي ګمارلي دي.

هغه زیاته کړه:

۱۵۵ د حقوقو او شرعیاتو فارغان دي چې د ازادو ازموینو له لارې استخدام شوي له دې سره ۴۰ رییسان او ارشد څارنوالان دي چې بدل شوي دي او نوی لست چې اوس یې منظوري شوي دا هم ۵۵ کسان دي چې د څارانوالي په مختلفو برخو لکه، نظامي امنیت او په ولایتونو کې استناف ده تغیرات راغلي دي."

ښاغلی عزیزي وايي چې اکثره دا کسان د وړتیا له لارې ګمارل شوي او د ګمارنو او تغیراتو دا پروسه به په ټيټه او لوړه کچه روانه وي.

لویه څارنوالۍ وايي د عدلي او قضایي سیسسټم د پیاوړتیا هڅو تر څنګ په څو راتلونکو ورځو کې د فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز هم عملاً کارونه پیلوي.

جمهور رییس غني تېره میاشت دا مرکز پرانیست خو ویل کېږي چې اوس یې ټول تعینات او کارونه بشپړې شوي دي.

افغان حکومت په عدلي برخه کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره داسې وخت د ځینو تبدیلیو او نویو ګمارنو خبره کوي چې له دې وړاندې د افغانستان عدلي او قضایي سیسټم په بېلابېلو تورونو ککړ بلل شوی دی.

له دې وړاندې د افغانستان سترې محکمې هم شاوخوا ۶۰ قاضیان په اداري فساد د تورونو له امله نه یوازې له دندو لیرې کړي بلکې هغوی ته یې تر پینځو کلونو د بند جزا هم اعلان کړي ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند بیا د لیرې شوو کسانو برخلیک په اړه څه نه وايي خو د فساد ضد یو شمېر مبارزین په عدلي او قضایي برخه کې تغیرات د هېواد په ګټه ګڼي.

د فساد سره د مبارزې د افغاني شبکې ویاند عبدالشکور مشکور دا هڅې بې سابقې بولي خو هیله ښيي چې سیاسي رنګ ونه لري:

"چې کله نه دا نوی څارانوال راغلی د ده په اړه په ولسونو، مدني بنسټونو او هېوادوالو نظر هم دا دی چې پاک دی او تغیرات به یې هم ګټور وي، دا لومړی ځل دی چې په داسې یوه اداره کې دومره تغیرات راوستل کېږي هیله مند یو چې دا به په سیاسي لحاظ نه وي، خوشبیني دا ده چې دا کار د فساد سره د مبارزې او عدالت ټینګښت په برخه کې اغیزمن واقع شي."

افغان حکومت ژمنه کړې چې د بروکسل تر کنفرانسه به په یو شمېر برخو کې پراخ اصلاحات راولي تر څو نړیوالې ټولنې ته د شفافه کارونو تر سره کېدو ډاډ ورکړي.

د چارو کاروپوه عبدالروف جرئت بیا دې تغیراتو ته په کتو وايي چې د اصلاحاتو راوستلو لپاره یوازې د افرادو بدلول کفایت نه کوي بلکې د قانون پر تطبیق هم باید ډېر کار وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG