د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

ارګ: د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې د حکومتوالۍ د اصولو خلاف دي


چخانسوري
چخانسوري

د افغانستان جمهوري ریاست د اجراییه رییس پرونۍ څرګندونې د دولتدارۍ له اصولو سره په ټکر کې بللي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د اجراییه رییس عبدالله عبدالله څرګندونې د دولتدارۍ له موازینو او روحیې سره برابرې نه وې.

ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو یوې ډلې ته په وینا کې پر ولسمشر انتقاد وکړ چې له ده ته سره د کتنې لپاره وخت نه لري، د انتخاباتي اصلاحاتو په اړوندو مسایلو، په مهمو دولتي پوستونو او له هغې ډلې د لوی څارنوال او په بهر کې په یوشمېر سفارتونو کې د چارواکو په مقررولو کې له ده سره سلامشورې نه کوي.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې چې نن جمعه خپور شو، د ښاغلي عبدالله څرګندونې د خواشینۍ وړ بللي ویلي یې دي چې د حکومتولۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر همغه بنسټ اجراآت کیږي خو بیان یادونه کوي چې د ښاغلي عبدالله څرګندونې له دې اصولو سره برابرې نه وې.

د ملي یووالي په حکومت کې دننه اختلافونه په داسې حال کې اوج ته رسېدلي چې د هلمند په ګډون د هېواد په ډیرو سیمو کې امنیتي وضعیت په خرابیدو دی او د افغانستان د دولت وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو پرضد حملو ته زور ورکړی خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل، د ملي یووالي حکومت به په روانو حساسو شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکړي.

چخانسوري زیاته کړه:

"په داسې حساسو شرایطو کې باید دا درک له ټولو سره وي چې که غواړو د موجودو ننګونو په وړاندې بریالي شو باید یوه اجماع وي او نظر په وحدت سره عمل وکړي او د ملي یووالي حکومت به په مجموعي ډول خپل کار ته دوام ورکړي."

اجراییه رییس په خپله انتقادي وینا کې ویلي و چې د شنبې په ورځ به له ولسمشرغني سره وویني او ټولې ستونزې به ورسره مطرح کړي خو آیا ولسمشرغني هم له ښاغلي عبدالله سره کتنې ته چمتو دی، د ولسمشر ویاند وايي:

"د ولسمشر تعهد تل دا دی چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي او د حکومتولۍ د قانون پر بنسټ اصولو او ضوابطو خبرې وشي، ولسمشر به ډیرژر په دې اړه جدي او موثر بحثونه وکړي."

د ملي یووالي په حکومت کې د اختلافونو په اړه له دې مخکې هم راپورونه خپاره شوي وو، د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود چې د جلا سیاسي جریانونو په استازیتوب د ملي یووالي په حکومت کې سره راټول شوي پر ولسمشراشرف غني په څرګنده انتقادونه کړي خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت مهم شریک عبدالله عبدالله پرده ترې اوچتوي.

XS
SM
MD
LG