د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

عبدالله عبدالله پر ولسمشر غني سخت انتقادونه وکړل


د افغانستان اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو راوروسته د لومړي ځل لپاره پر ولسمشر اشرف غني سخت انتقاد وکړ، د ولسمشر له لوري یې یو شمېر مقررۍ ترسوال لاندې راوستې، د هغه یو شمېر پریکړې یې ناسمې وبللې او ویې ویل چې له جمهور رئیس سره به په تفصیل خبرې وکړي.

تمه ده چې سبا د افغانستان له ولسمشر سره اجرایيه رئیس د هغو اختلافاتو په اړه خبرې وکړي چې تېره ورځ یې اشاره ورته وکړه.

د ځوانانو یوې غونډې ته د پنجشنبې په ورځ اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله د خبرو پر مهال پر ولسمشر اشرف غني انتقاد وکړ چې له ده سره په میاشتو میاشتو د یو په یو خبرو زمینه نه برابروي.

عبدالله: هغه څوک چې د بحث حوصله نه لري، هغه د ریاست لیاقت هم نه لري
عبدالله: هغه څوک چې د بحث حوصله نه لري، هغه د ریاست لیاقت هم نه لري

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان ښاغلی ولسمشره، ته دومره وخت نه لرې چې له خپل اجرایيه رئیس سره په دریو میاشتو کې لږ تر لږه دوه ساعته یا یو ساعت یوازې یو په یو وګورې، نو ستاسو ښاغلي وخت په څه تېرېږي، هغه څوک چې د بحث حوصله نه لري، هغه د ریاست لیاقت هم نه لري."

اجرایيه رئیس د انتخاباتي اصلاحاتو د رواستو په موضوع کې هم پر اشرف غني انتقاد وکړ او ویې ویل چې له ولس سره مو د ملي وحدت د حکومت په پیل کې ژمنه کړې وه چې دا اصلاحات به راولو.

نادر نادري
نادر نادري

عبدالله عبدالله د ولسمشر له لوري د یو شمېر کسانو د ټاکلو مسئله تر سوال لاندې راوسته، هغه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د مشر په توګه د نادر نادري ټاکلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې داسې پریکړې هغه ژمنې ترپښو لاندې کوي چې له ولس سره مو کړې دي:

"کله چې یو چا څلور ورځې په یوې حکومتي ادارې کې کار نه وي کړی او د ټول هېواد د اداري اصلاحاتو مسوول شي، خامخا موږ په دې برخه کې نظر لرو."

د سې شنبې په ورځ له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړل شو چې نادر نادري د اداري اصلاحاتو د بهیر د چټکېدو په منظور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري مشر ټاکل شوی دی.

اجرایيه رئیس د ټاکلو په ترڅ کې د لوی څارنوال څوکۍ یاده کړه او ویې ویل چې داسې څوک دې څوکۍ ته معرفی شوی و چې کله ما امتحان ترې واخیست هیڅ مسلکي نه و.

اجرایيه رئیس د ملي وحدت د حکومت پر اداري کارونو هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې په وزارتونو کې کارونه نه شته او له مشورې پرته وزیران ستایل کېږي:

"وزارتونه فلج دي، وزارتونه خویندي او خورلڼې لري، وروڼه او بیا سکه او ناسکه لري، یوه وزیر ته د وزیر اکبر خان میډال ورکوي، د وزیراکبر خان میډال چې کله یوه وزیر ته ورکول کېږي نو دا داسې د بحث مسئله ده چې باید د حکومت په دننه کې ترسره شي، د افغانستان کابینه باید بحث پرې وکړي چې دا په رښتیا یوه لاسته راوڼه شته که نه شته."

عبدالله عبدالله بیا وویل چې خلک د هېواد له روان وضعیته راضي نه دي او خلک له ما ګیله کوي چې ولې دې دا کار داسې ونه کړ او پر هغې موضوع دې ټینګار ونه کړ.

عبدالله عبدالله د تذکرو مسئله یاده کړه چې نه یې هواروي، اجرایيه رئیس بیا د حبیب الله کلکاني مړي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ګڼ خلک دا غوښتنه لري چې د ښاغلي کلکاني مړی له سره خاورو ته وسپارل شي، خو ولسمشر دا موضوع ځنډوي او تر اوسه دا مسئله نه ده حل شوې.

د افغانستان د ملي وحدت پر حکومت پوځي فشارونه هسې هم زیات شوي دي او په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي، خو اوس داسې ښکارې چې د حکومت دننه هم سیاسي اختلافات په ډېرېدو دي.

ازادۍ راډيو هڅه وکړه، په دې اړه د جمهوري رياست نظر هم واخلي، خو د ارګ سرچينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG