د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

نېکولسن: داعش د افغانستان په ختیځ کې درانه ګوزارونه خوړلي


په افغانستان کې د ناټو لوړ پوړی امریکايي قومندان وايي، د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د افغانستان په ختیځ کې د داعش وسله‌والې ډلې پر ضد عملیاتو کې دې ډلې درانه ګوزارونه خوړلي دي.

جنرال جان نېکولسن وايي، د ننګرهار په ختیځ کې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې پر ضد عملیاتو کې د امریکايي سرتېرو ونډه د امریکا د هغو عملیاتو برخه ده چې غواړي د داعش وړتیاوې وځپي، هغه که په عراق کې وي، که سوریه کې وي او که افغانستان کې.

ویل کېږي چې دا ډله د ننګرهار ولایت په درې څلورو ولسوالیو کې نفوذ لري او څو اوونۍ مخکې یې په کابل کې په یوه سوله‌ییز لاریون کې د هغو بریدونو مسؤلیت هم پر غاړه واخیست چې درنه مرګ ژوبله‌یې واړوله.

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن
د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت قومندان جنرال جان نېکولسن چې نوي ډیلي ته د هندوستان د پوځي چارواکو سره د خبرو لپاره تللی دی وايي:

"افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د داعش پر ضد د ننګرهار په څو سیمو کې کامیاب عملیات کړي."

روېټرز خبري اژانس د جنرال نېکولسن له خولې وايي:

"په دې عملیاتو کې په سیمه کې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې مشران او تر ۳۰۰ پورې وسله‌وال وژل شوي دي."

نوموړي وویل:

"دا ستونزمنه ده چې د دې ډلې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره وښودل شي خو لږتر لږه د دې ډلې ۲۵ سلنه برخې ته مرګ ژوبله اوښتې او دا د دوی لپاره دروند ګوزار دی."

د ننګرهار ولایت چارواکي هم په دې ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش وسله‌والې ډلې ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره کوي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو عملیاتو کې د کوټ ولسوالۍ کې د داعش مرکزونه له منځه وړل شوي، په هسکه مېنه کې هم د دې ډلې پر مرکزونو عملیات ترسره شوي او دا مهال د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات دوام لري.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي

د ننګرهار والي ویاند وویل، په دې عملیاتو کې د داعش پر مرګ ژوبلې سربېره د دې ډلې د روزنې مرکزونه، ارتباطي دستګاوې او نور وسایل هم له منځه وړل شوي دي.

عطاالله خوګیاڼي په تېرو دوو اوونیو کې د داعش وسله‌والې ډلې ته د دې عملیاتو په ترڅ کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وویل:

"د عملیاتو د پیل راهیسې د ۳۸۰ تنو په شاوخوا کې د داعش وسله‌وال وژل شوي چې یو شمېر یې ډېر مهم کسان وو، بهرني اتباع هم په‌کې شامل دي. ۱۱۱ تنه‌یې ټپیان شوي. د ۳۰ په شاوخوا کې داعش وسله‌وال د امنیتي ځواکونو له‌خوا ژوندي نیول شوي دي."

ښاغلی خوګیاڼی وايي، دا ګډ عملیات دي چې امریکايي ځواکونو په‌کې له افغان ځواکونو سره د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو او د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په برخه کې ښه همکاري کړې ده.

جنرال نېکولسن په عملیاتو کې د افغان ځواکونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، په دې کال کې افغان ملي اردو تهاجمي وضعیت خپل کړی او د طالبانو او نورو وسله‌والو پر ضد د ۲۰۱۵ میلادي کال په مقایسه بریالی چلن کوي.

XS
SM
MD
LG