د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د کونړ نوی امنیه قوماندان: د غلا نه بلکې خدمت لپاره راغلی یم


د کونړ نوي امنيه قوماندان جنرال جمع ګل همت د یاد ولایت امنیتي ځواکونو، قومي مشرانو او دولتي مسولینو ته معرفي شو او په کاریې پیل وکړ.

همت وویل کونړ ته د غلا او جیب ډکولو لپاره نه دی راغلی بلکې د کونړ امنیتي حالاتو نور بهتر کول يی لومړیتوب دی.

د کونړ مرستیال والي وویل پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل د امنیت ټینګښت ترڅنګ د خلکو زړونه خپل کړي و او همدا لامل و چې خلک افغان امنیتي ځواکونو سره همکار دي او د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې امنیتي حالات ښه دي.

هغه له نوي امنيه قوماندان وغوښتل چې د مشرانو مشورو ته غوږ ونیسي او امنیت د ښه والی لپاره دې د خلکو همکارې خپله کړي:

"پخوانی قوماندان سید خېل صیب د امتحان دوره چې دلته پای ته ورسېده موږ ترې خوشحاله یو، د ده له اخلاقونه، د ده له سړیتوب نه، د ده دښه پیش امد اوکاګردګۍ نه، دده د ښه مدیریت او ښه قوماندانۍ نه چې د کونړ په ولایت کې یې سرته ورسوله موږ ترې نه خوشحاله یو،الله تعالی دې عزتمند او سرلوړی لري، یوازې قوماندان نه شي کولای چې له دې لوی مصیبت نه بیرون راووځي، داهم اهنګۍ او همکارۍ ته ضرورت لري، تقاضا ددې ده چې ولس او حکومت یو بل ته لاس ورکړو او یو دبل لاس نیوی وکړو."

پخواني امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل وايي د کونړ اوسېدونکي سوله غوښتونکي دي او تل يي د حکومت ملاتړ کړی دی:

"د خدای ج فضل دی چې د کونړ پنځلسو ولسوالیو ته لارې خلاصي دي، ولسوالۍ فعالي او خلک ورته تګ راتګ کولی شي، په ټولو ولسوالیو کې له قوماندان نیولي تر عادي عسکر پورې ټول پرسونل موجود دی، ما دلته دري نیم کاله او لس ورځې تېرې کړې ما سره ولسونه همکار و او هیڅکله يې یوازې نه یم پرې ایښی."

دغونډې ګډونوالو له نوي امنيه قوماندان وغوښتل چې باید دلرګیو د قاچاقو مخنیوي وکړي، دغلو او د ځمکو دغاصبینو سره هم غږی نشي او باید خپل مسولیت په سمه توګه ترسره کړي او که چیرته داسې ونه کړې نو د کونړ ولسونه به ورسره همکارې ونه کړي.

د کونړ نوي امنيه قوماندان جنرال جمع ګل همت وویل دی کونړ ته د غلا اوچور په نیت نه دی راغلی بلکي خلکو ته د خدمت په هیله راغلی خو دولسونو مرستې ته اړینه اړتیالري:

"د غلا لپاره نه یم راغلی کونړیانو کومک راسره وکړئ د الله په خاطر او د خپل وطن په خاطر، هر هغه غل چې په دې وطن کې ستاسې په سرمایه، مال، عزت، ابرو او ټولو ته په سپکه ګوري ونیسئ اول ماته لاس ونیسئ زه تاسې ته دا حق درکوم."

پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب ته د ولسونو او ولایتې شورا لخوا د ښه کار ترسره کولو له امله ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

نوی امنيه قوماندان جمع ګل همت د روزګان ولایت اوسیدنکی او د هغه په وینا په کندهار، هلمند او روزګان کې يي دندې ترسره کړې.

د کونړ نوی امنيه قوماندان په داسې حال کې په کار پیل کوي چې په ختیځ کې د د اعش یا اسلامی دولت ډلې فعالیتونه زیات شوي او داسې اوازې هم شته چې کېدای شي یاده ډله په کونړ کې هم خپل نظامی فعالیتونه پیل کړې.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG