د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ستانکزی: انتخاباتي اصلاحات باید په بېلابېلو برخو کې رامنځته شي


د پالیسۍ د تحقیقاتو ملي مرکز وايي د انتخاباتو د مشروعیت لپاره اړینه ده چې ژر تر ژره انتخاباتي اصلاحات پیل شي.

دغه مرکز د عامه پوهاوي او په دې برخه کې د حل لارې د موندولو په هدف د یکشنبې په ورځ په کابل کي د "افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو او د ولسي جرګې او ولسوالۍ شورا ګانو د انتخاباتو په زماني مقطع کې" ترنامه لاندي سینمار جوړ کړی و.

په دغه سیمنار کې ګډونوالو تاکید وکړ چې انتخاباتي اصلاحات باید په مختلفو برخو کې رامنځته شي.

د حقوقي چارو کارپوه او د دغه سیمنار یوه ګډونوال نصرالله ستانکزي وویل چې باید له حقوقي، تخنیکي او سیاسي پلوه انتخاباتي اصلاحات رامنځته شي.

هغه زیاته کړه:

"موږ په لومړي سر کې اړتیا لرو چې د انتخاباتو د مشروعیت لپاره په افغانستان کې حقوقي اصلاحات رامنځ ته کړو، دوهم تخنیکي اصلاحات دي، دریم سیاسي اصلاحات دي چې ډیر اړین دي، خو یو څه دا چې حقوقي او تخنیکي اصلاحات کولي شي دولت، مدني ټولنې او سیاسیون یې رامنځ ته کړي خو په یاد ولري چې، سیاسي اصلاحات وخت نیوونکي دي."

ښاغلي ستانکزي وویل، حکومت باید د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه د بروکسل د کنفرانس نه مخکې چې ټاکل شوې دوه میاشتې وروسته تر سره شي اعلان کړي.

پر انتخاباتي اصلاحاتو ټینګار په داسې حال کې کیږي چې نړیوالي ټولنې هم له افغانستان سره خپلې مرستې د یو شمېر نورو اقداماتو ترڅنګ پر انتخاباتي اصلاحاتو مشروطې کړي دي.

څو ورځي وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه به ډېر ژر ولسمشر دریم فرمان ورکړي او دغه فرمان به ملي شورا ته هم نه استول کېږي.

له دې وړاندې په دې اړه د ولسمشر دوه فرمانونه د ملي شورا له خوا رد شوي او دا ځل فرمان په داسې حال کې ورکوي چې د ملي شورا غړي د اوړي پر رخصتیو تللي دي.

په همدې حال کې د "کنراد ادناورد" په نوم د جرمني یو بنسټ چې د ۲۰۰۲ کال راپه دیخوا په افغانستان کې د مشورې ورکولو، څارنې او د ډیموکراټیکو پروسو څخه د ملاتړ په برخه کې کار کوي د انتخاباتی اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د دې بنسټ مسول متیس ریزنکمپف چې په دې سیمینار کې برخه اخیستې وه وویل سره له دې چې افغانستان په یو ناوړه سیاسي او امنيتي پړاو کې دی خو دوی د انتخاباتو څارنې ته ژمن دي:

"په حقیقت کې موږ باید فکر وکړو چې انتخابات په ټاکلي وخت ترسره کېږي؟ خو د افغانستان ډيرې برخې له ناوړه سیاسي او امنیتي حالاتو سره مخ دي نو په دې اساس نه پوهیږو چې ایا انتخابات به په اعلان شوې نېټه د اکټوبر په نیمایې کې ترسره کیږي کنه؟ خو موږ د افغانستان له دیموکراتیکي پروسې چې انتخابات یې هم مهمه برخه ده، څارنه کوو."

د دغه سمینار ګډونوال نصرالله ستانکزي همدارنګه وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره باید له اساسي قانون څخه ګټه واخیستل شي او ټينګار یې وکړ چې د نویو قوانینو او فرمانونو جوړولو لپاره اړتیا نشته.

نوموړي وویل چې د انتخاباتي اصلاحاتو وروسته د انتخاباتو ترسره کېدل د سیاسي ثبات لپاره مهم دي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG