د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

داعش ننګرهار کې له ښوونځيو نه پوځي استفاده کوي


له څه باندې یوه کال راهیسې د ننګرهار په هغو سیمو کې چې د داعش وسله وال په کې فعاله و د یادو سیمو ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي وو.

د دې سیمې خلکو ازادي راډيو سره په مرکو کې ويلي وو چې د داعش وسله وال له ښوونځيو څخه د سنګر په توګه استفاده کوي.

دا حقیقت هله ښه روښانه شو کله چې د دوشنبې په ورځ د هسکې مينې ولسوالۍ د پاپين عالي لیسې ته لاړو، چېرته چې د داعش وسله وال د لومړي خط قرارګاه پرته وه.

د دې لیسې دېوالونه په مرمیو سوري سوري و، ښيښې يې ماتې پرته وې او د ښوونځي چوکۍ، تختې او نور درسي توکي له خاورو سره خاورې شوي وو.

د ښوونځي دېوالونه په مرمیو سوري سوري وو
د ښوونځي دېوالونه په مرمیو سوري سوري وو

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسيم سنګين چې د قهر سیلاب عملياتو مشري په غاړه لري د پاپين لیسې په انګر کې راته وويل یوازې دا ښوونځي د داعشيانو سنګر نه وو بلکې هغوی تل د ښوونځيو ،مدرسو او د عامو خلکو له استوګن ځایونو څخه د سنګر په توګه استفاده کوله:

"هغوی د خلکو ودانیو نه د سنګر استفاده کوله خو موږ د افغانستان حکومت لخوانه محدودیت لرو چې عامه ودانی او استوګن ځایونه وساتو او تخریب نشي"

هاخوا د کوټ د لاغرجوی د دی سرای په سیمه کې تر ټولو پخوانی او لویه مدرسه چې پخوا به په کې تنکيو ځوانانو ديني زده کړې کولې د تېر یوه کال په جریان کې ترې د محکمې په توګه کار اخیستل کېده.

داعش په سیمه کې له یوې مدرسې نه د محکمې استفاده کوله
داعش په سیمه کې له یوې مدرسې نه د محکمې استفاده کوله

د کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک حيات وايي په دې محکمه کې به د بېګناه خلکو د وژنې پریکړې کېدې:

"والله نن دا جومات سره له دې چې وران دی خوشاله ګورم خو چې پرونی حالات يي رایاد کړم زړه مې ژاړي چې دغلته زموږ د بچو په سر به محکمه وه وی الله دې دوی تباه کړي دا د انسانیت او اسلامیت دشمنان څه نه وو،چې دوی ونکړل."

بلخوا د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي هغه مدرسې،ښوونځي او خلکو د استوګنې ځایونه چې د داعش وسله وال لخوا تخریب شوي هغه بيرته له سره ورغوي:

"د دوی به زراعت جوړیږي،د دوی ښوونځي به جوړيږي او د دوی مدرسې به بيرته جوړیږي دا مو ورسره وعده چې یوازې مو نه پریږدو."

په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو رييس ارکان جنرال محمد ایوب حسین خېل وايي، د ننګرهار د ټولو ولسوالیو تر تصفيه کیدو وروسته دوی به د نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډه هغه د خطر ځایونه خوندي کړي له کومو ځایونو څخه چې د داعش د راتګ ويره لیدل کیږي:

"د هغو نقطو نه چې د هغې ځای نه داعشيان یا نور مخالفین استفاده کوي هلته به موږ انشالله د خپل ولس لپاره یوه مطمینه فضا جوړه کړو تر څو زموږ ولسونو په ارامه فضا کې ژوند وکړي."

د ننګرهار د امنيتي ځواکونو په وینا دوی د داعش پرضد په روانو عملياتو کې د کوټ ولسوالۍ ۹۰ سلنه پاکه کړې او دارنګه د هسکې مينې ولسوالۍ ځينې سیمې له وسله والو پاکې کړي او په پام کې لري چې ددې او نورو ولسوالیو هغه سیمې هم له وسله والو پآکې کړي چې اوس داعشيان په کې فعاله دي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په دې عمليآتو کې تر دې دمه شاوخوا درې سووه داعشيان وژل شوي او په لسګونو نور زخميان شوي دي.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG