نړۍ
د امریکا متحده ایالاتو لیبیا کې هوايي بریدونه کړي
د امریکا متحدو ایالتونو په لیبیا کې څو هوايي بریدونه کړي.
دا بریدونه د لیبیا د حکومت له هغو غوښتونو وروسته شوي چې په دې هېواد کې د اسلامي دولت یا داعش پر وسله والو د په نښه کولو په اړه کړې وې.
د امریکا د دفاع وزارت پرون وویل، د لومړي ځل لپاره یې به بندري ښار سرت کې چې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوکړې ځای هم دي هوايي بریدونه کړي.
د امریکا د دفاع د وزارت ویاند پیټر کوک وویل، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې بریدونو امر ورکړی دی:
"د لیبیا د ملي حکومت په غوښتنه د امریکا متحدو ایالتونو د سرت په ښار کې د اسلامي دولت پر وسله والو څو هوايي بریدونه کړي، دا بریدونه د امریکا د دفاع د وزیر اشټون کارټر او د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورد په سپارښتنه او د ولسمشر بارک اوباما په امر ترسره شوي دي."
په لیبیا کې له هغې راوروسته چې په ۲۰۱۱ م کال کې قذافي ووژل شو، د دې هېواد ډېرې برخې د ګډوډیو شاهدې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
متحدو ایالتونو په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات د نړیوال ځواک د رامنځته کولو لپاره د ملګروملتونو د پریکړه لیک مسوده چمتو کړې
د امریکا متحده ایالاتو د ملګروملتونو د یوه پریکړه لیک مسوده چمتوکړې چې له مخې یې د دوو کلونو لپاره په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات لپاره د یوه نړیوال ځواک جوړیدو ته اجازه ورکوي. د رویترز خبري آژانس چې د دغې مسودې یوه کاپي یې ترلاسه کړې په وینا ډیپلوماتانو ویلي چې دغه مسوده چې بیاهم کارپرې روان دی او کیدای شي بدلون ومومي، روانه اونۍ له یوشمیرهیوادونو سره شریکه شوې خو تراوسه په رسمي توګه د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو ته نده وړاندې شوې. تراوسه نده څرګنده چې واشنګټن به کله د پریکړه لیک دغه مسوده د امنیت شورا غړیو ته وړاندې کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړیو او نورو شریکانو سره په دې اړه خبرې روانې دي چې د غزې لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ طرحه په څه ډول عملي کیدای شي خو دې ویاند د ترتیب شوې مسودې په اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه. اسراییل او د فلسطینانو حماس ډلې یوه میاشت مخکې د ټرمپ د شلو مادو د طرحې پرلومړي پړاو هوکړه وکړه چې له مخکې په غزه کې له دوه کلنې جګړې وروسته اوربند وشو او د یرغملو او بندیانو د تبادلې بهیرپیل شو. د دې طرحې بل پړاو به چې له مخې د غزې لپاره د سولې یو بورډ او د ثبات نړیوال ځواک رامنځ ته کیږي، د ملګروملتونو د پریکړه لیک له تصویبیدو وروسته عملي کیږي.
په ایران کې یوه فرانسوۍ جوړه له زندانه خوشې شوه
د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون پرون سې شنبې اعلان وکړچې ایران هغه فرانسوۍ جوړه خوشې کړې چې له څه باندې درې کلونو راهیسې په زندان کې وه او د جاسوسۍ په تور ورته د اوږدې مودې بند سزا ورکړل شوې وه.
۴۱ کلنه سیسیل کوهلر او ۷۳ کلن ژاک پیریس د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې ایران ته د سفرپه مهال نیول شوي و. د دغې جوړې چې دواړه ښوونکي دي، کورنۍ یې ویلي و چې دوی په یوه سیاحتي سفر ایران ته تللي و. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرخپله ایکسپاڼه ویلي چې د تهران له زندانه د دغې جوړې په خوشې کیدو د ارامۍ احساس کوي. هغه ویلي، دوی د فرانسې سفارت ته په لاره دي اوپه دې اړه خبرې روانې دي چې هرڅومره ژرچې کیدای شي، هغوی فرانسې ته ستانه کړي. په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل باقري وویل چې دغه فرانسویان د ضمانت په بدل کې په مشروط ډول خوشې شوي اوترهغو به ترڅارنې لاندې وي چې د محکمې بل بهیریې ترسره شي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو فرانس ۲ ټلویزیون ته وویل چې هغوی د فرانسې د سفیر په استوګنځي کې دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی. خو نوموړي په دې اړه چې دوی ته به کله له ایران څخه د وتلو اجازه ورکول کیږي له څه ویلو ډډه وکړه.
نړیوال سور صلیب: اسراییل د نورو ۴۵ فلسطینيانو مړي ور وسپارل
د سره صلیب نړیوالې کمیټې نن سې شنبې تایید کړه چې د هغو ۴۵ فلسطینیانو مړي یې چې اسراییل ورسپارلي و، پر غزې تړانګې د واکمنې حماس ډلې چارواکو ته تسلیم کړي دي. د دې کمیټې یوې ویاندې وویل چې اسراییل دغه مړي پرون دوشنبې یوه ورځ وروسته له هغې ور وسپارل چې دوی د یرغمل شویو درې اسراییلیانو د مړو پاتې شوني ترلاسه کړل. د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې له مخې اسراییل د هرمړه شوي یرغمل د پاتې شونو د ترلاسه کولو په بدل کې په غزه کې د وژل شویو پنځلسو کسانو مړي یا د مړو پاتې شوني یې فلسطیني لوري ته ورکوي.
د اسراییلي سرچینو په وینا، د اتو یرغمل شویو جسدونه لاهم په غزه کې دي. د د دغو یرغملو اوه یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس د برید پرمهال تښتول شوي وو.
د افغانستان او څلورو نورو هېوادونو دریو میلیونو وګړو ۲۰۲۴ کال کې له لویدیځو هېوادونو د پنا غوښتنې کړي
په لویدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د دوسیو شمېر یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
افغانستان، سوریه، وینزویلا، کلمبیا او هند هغه هېوادونه دي چې لږ تر لږه ۳ میلیونو وګړو یې تېر ۲۰۲۴ کال د پناه اخیستلو غوښتنې کړي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په یوه تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د پناه غوښتونکو دا شمېر د وړم ۲۰۲۳ کال په نسبت ۱۳ فیصده زیات دی.
د پاسنیو دریو میلیونو کسانو له ډلې چې ۲۰۲۴ کال یې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په غړو هېوادونو کې د پنا غوښتنې کړي لږ تر لږه نیمایي په امریکا متحده ایالتونو کې دي.
نږدې ټول اروپايي هېوادونه، انګلستان، کاناډا، امریکا او جاپان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان غړي هېوادونه دي.
نتنیاهو: که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، د ځان د دفاع له حق څخه به کار واخلي
د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، اسراییل به د تیر کال د اوربند تړون له مخې د ځان د دفاع له حق څخه کار واخلي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د نومبر لومړۍ) د اسراییلو د کابینې په غونډه کې حزب الله ډله تورنه کړه چې خپلې وسلې بیا رغوي او بیا وسله جوړوي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.
نتنیاهو زیاته کړه چې که لبنان د خپلې خاورې د نوي جبهې د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي نو اسراییل به د اړتیا په صورت کې اقدام وکړي.
له بلې خوا، د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز پرون ټینګار وکړ چې د لبنان حکومت باید د حزب الله د بې وسلې کولو او د لبنان له سویل څخه د دې ډلې د لرې کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړي.
یوه ورځ وړاندې، د لبنان د روغتیا وزارت راپور ورکړ چې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د حزب الله څلور غړي یې وژلي دي.
په هنګو کې د سړک غاړې چاودنې ۳ پولیس ټپیان کړي دي
د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلع کې په يوه چاودنه کې د یو تاڼېدار په ګډون درې پولیس ټپي شوي دي.
د هنګو د پوليسو يو چارواکي عبدالصمد خان رسنيو ته ويلي چې د سړک غاړې چاودنه پرون یکشنبه هغه مهال وشوه چې د پولیسو یو کاروان له سیمې تیرېده.
د ازادۍ راډیو مشال څانګې لیکلي چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د هنګو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې او وسلوال بریدونه زیات شوي دي.
د اکتوبر پر ۲۴مه هم په هنګو کې د پوليسو پر یوې امنیتي پوستې په بمي برید کې د یو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي وو.
ّپه بریټانیا کې ۱۱ کسان په چاقوګانو وهل شوي
د بریټانیا په ختیځ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د چاقو په ګوزارونو ټپيان شوي دي.
د لږ تر لږه ۲ دوه تنو وضعیت نازک بلل شوی دی.
لومړی ویل کېدل چې ۹ تنه مرګوني ټپيان شوي.
پېښه شنبه ماښام د کمبریج شایر په یوه ټرین کې دننه شوې ده.
د بریټانیا د ټرانسپورټ پولیسو ویلي چې لږ تر لږه دوه بریټانویان چې یو یې تورپوستی او بل یې کاربین رېښه لري د دغې پېښې په تړاو نیول شوي دي.
د بریټانیا صدراعظم کییرسټارمر دا پېښه وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
اوکراین وايي سرتېري یې په پوکروفسک ښار کې لاهم د روسیې د حملو پر وړاندې مقاومت کوي
د اوکراین پوځي چارواکي وايي، د دوی سرتېري لاهم په ختیځ پوکروفسک ښار کې د شاوخوا ۱۷۰زره روسي سرتیرو د درنو حملو پر وړاندې مقاومت کوي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان اولیکساندر سیرسکي پرون پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې په دې ښار کې د دښمن د ځواکونو د له منځه وړلو او له ښاره د هغو د ایستلو لپاره پراخ عملیات روان دي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د دې جګړه ځپلي ښار لپاره جګړه لومړیتوب وباله.
پوکروفسک د اوکراین د نورو لویو ښارونو په څیر خورا ډېر پوځي اهمیت لري او د اوکرایني ځواکونو لپاره مهمه اکمالاتي لاره برابروي.
د روسیې د دفاع وزارت اړوند زویزدا خبري اژانس پرون ادعا وکړه چې اوکرایني ځواکونو په پوکروفسک کې تسلیمیدل پیل کړي دي.
احمدشرع د سوریې د لومړني ولسمشر په توګه واشنګټن ته ځي
د سوریې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټام بارک وايي په پام کې ده چې د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې ورځو کې واشنګټن ته سفر وکړي.
بارک پرون په بحرین کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال هیله څرګنده کړه چې د دې سفر په ترڅ کې به سوریه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شي.
رویټرز خبري آژانس د سوریې د یوې سرچینې له قوله راپور ورکوي چې وايي تمه ده دا سفر به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره شي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د بهرنیو مشرانو د سفرونو د تاریخ د لیست له مخې د سوریې هیڅ یوه ولسمشر تراوسه واشنګټن ته رسمي سفر نه دی کړی.
شرع په تېره سپتمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کړې وه.
په فرانسه کې یو افغان وګړی له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوی دی
د فرانسې امنیتي ځواکونو یو افغان وګړی د اسلامي دولت ډلې- داعش له یوې څانګې سره د اړیکو په تور نیولی دی.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د فرانسې د تروریزم ضد څارنوالانو ادارې نن وویل، دې شل کلن ځوان چې تېره اونۍ په لېون ښار کې نیول شوی، د یوې تروریستي جنایي ډلې په چوکاټ کې فعالیت کاوه او د تروریستانو له یوې ادارې سره یې مالي مرسته کوله، د محاکمې تروخته به په توقیف کې وي.
پر دې افغان تور دی چې داعش ډلې ته یې مالي مرسته ورکوله او د ټولنیزو شبکو له هغې ډلې ټیک ټاک او سنپ چټ له لارې یې تبلیغات ورته کول.
د داعش خراسان څانګه په بېلابېلو حملو کې په لاس لرلو تورنه ده چې په دې ډله کې په افغانستان کې ګڼ بریدونه او همداراز د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې برید شامل دي.