د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د بروکسل په څنډه کې د افغانستان په اړه دوه نورې ناستې هم کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بروکسل کنفرانس به د ملي وحدت حکومت د اقتصادي ودې له اجنډا څخه د ملاتړ لپاره یو ښه فرصت وي.

صلاح الدین رباني د چهارشنبې په ورځ د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو مشورتې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د بروکسل د غونډې په څنډه کې له دوو جوړیدونکو ناستو څخه یوه به یې د سیمه ییزې اقتصادي پیاوړتیا په هدف وي.

ښاغلي رباني د دغې ناستې په اړه وویل:

"د دې ناستې هدف به دا وي چې سیمه ییزې همکارۍ لاسته راوړي تر څو سیاسي همکاري، د اقتصادي ستونزو د پیژندنې او د سیمه ییزو اقتصادي پروژو د معرفي کولو لپاره د سیمې هېوادونه په لوړه کچه دخیل شي."

ښاغلي رباني همدا رانګه وویل چې د بروکسل د غونډې تر څنګ به یوه بله ناسته هم د ښځو د پیاوړتیا په هدف جوړه شي.

رباني: د بروکسل د غونډې تر څنګ به یوه بله ناسته هم د ښځو د پیاوړتیا په هدف جوړه شي.
رباني: د بروکسل د غونډې تر څنګ به یوه بله ناسته هم د ښځو د پیاوړتیا په هدف جوړه شي.

د بروکسل نړیوال کنفرانس د را روانې اکټوبرپه څلورمه او پنځمه نېټه له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په هدف د بلجیم په مرکز کې جوړیږي.

په دغه غونډه کې به همدارنګه په ځينو برخو لکه انتخاباتي اصلاحاتو، اداري فساد سره مبارزې، بشري حقونو او نورو برخو کې د افغان حکومت پر لاسته راوړنو او پلانونو بحث وشي.

د بروکسل په څنډه کې د افغانستان په اړه دوه نورې ناستې هم کېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

دا په داسي حال کې ده چې د روانې جولای میاشتې په اتمه او نهمه هم له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف د وارسا غونډه جوړه شوې وه.

افغان حکومت وتوانیده په دغه غونډه کې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې له افغان ځواکونو سره د مرستې په هدف د نړیوالو شاوخوا شل میلیارده ډالر مرسته تر لاسه کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي وایي، د ملي وحدت حکومت پر سیمه ییزو اقتصادي همکاریو تاکید کوي او دا د ټولې سیمې د ثبات او پرمختګ په ګټه بولي.

د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي
د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي

ښاغلي قیومي د بروکسل د حاشیوي ناستو د جوړېدو هدف دا ډول بیان کړ:

"موږ غواړو په دې سره د ټرانزیټ، سوداګرۍ، پانګې اچونې او داسې نورو برخو کې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو نظر خپل کړو."

اروپایي ټولنه سره له دې چې په افغانستان کې یو شمېر لاسته راوړنې مهمي بولي خو وایي چې لاهم دا هېواد دوامداره بهرنیو مرستو ته اړ دی.

دغه ټولنه همدارنګه ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د نړیوالو مرستو پر وړاندې په دغه هېواد کې له فساد سره جدي مبارزه او په حکومت کې لازم اصلاحات رامنځ ته کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG