د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ۲۰۱۷ کال کې هم دوام مومي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د دوام د پریکړې ترڅنګ وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په دې هېواد کې د عسکرو شمېر نه بدلوي.

خو زیاته یې کړه چې د راتلونکي کال لپاره په افغانستان کې د عسکرو دقیق شمېر به منی څرګند کړي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:

"موږ موافقه وکړه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته هم جاري وساتو، ما همداراز له خپلو ټولو متحدانو مننه کړې چې زموږ له ماموریت سره یې تعهد ټینګ ساتلی دی، د راتلونکي کال د ماموریت لپاره خپل پلانونه به په را روانو میاشتو کې څرګند کړو."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ناټو د مشرانو د غونډې ترپیل مخکې، اعلان وکړ چې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر جنورۍ به خپل ۸۴۰۰ عسکر په افغانستان کې پرېږدي.

ولسمشر اوباما پرون په وارسا کې خبري غونډې ته وویل:

اوباما: زموږ په ګډون ۳۹ ولسونو له ناټو سره د ۱۲۰۰۰ عسکرو ژمنه وکړه
اوباما: زموږ په ګډون ۳۹ ولسونو له ناټو سره د ۱۲۰۰۰ عسکرو ژمنه وکړه

"زموږ په ګډون ۳۹ ولسونو له ناټو سره د ۱۲۰۰۰ عسکرو ژمنه وکړه، لږترلږه ۳۰ هېوادونو د ۹۰۰ میلیونه ډالرو مرستې تعهد وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره به ولګول شي، داله افغانستانه د ملاتړ پیاوړی پیغام دی."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره مالي مرستې به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله جاري وي.

ناټو هر کال د افغانستان د پولیسو او اردو د روزنې، تجهیز او ملاتړ لپاره لږترلږه ۵ ملیارده ډالر لګوي.

د دې پيسو زیاته برخه امریکا ورکوي خود ناټو د عمومي منشي په وینا، د تړون نورو غړیو هېوادونو هم په کال کې د تقریباً یو ملیارد ډالرو ورکولو ژمنه کړې ده.

ناټو تړون په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې مهم ماموریت پرمخ بیايي او د پوځي عملیاتو پرمهال مشورې ورکوي.

په افغانستان کې د امنیتي چارو مسئولیت دوه کاله مخکې د دې هېواد پوځ او پولیسو ته سپارل شوی او نړیوال ځواکونه یې په ځانګړو مواردو کې ملاتړ کوي.

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د پوځ او پولیسو د پرمختګ ستاینه وکړه.

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د پوځ او پولیسو د پرمختګ ستاینه وکړه.
د ناټو عمومي منشي د افغانستان د پوځ او پولیسو د پرمختګ ستاینه وکړه.

ستولټنبرګ زیاته کړه:

"افغانستان د پر مختګ په حال کې دی، د افغانستان امنیتي ځواکونه اوس په ټول هېواد کې د امنیت ټینګولو مسول دي، هغوي له تعهد سره او په جرات د افغانانو دفاع کوي، موږ به د هغوي روزنې، مشورې او د ملاتړ چارې جاري وساتو، خو په افغانستان کې لا هم جدي بې ثباتي او تشدد روان دی نو له دې امله، زموږ دوامدار سیاسي، پوځي اومالي ملاتړ د زیات اهمیت وړ دی."

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د بې ثباتۍ او تشدد دوام په دې هېواد کې د خپل ماموریت د تمدید عمده دلیل بللی او ویلي یې دي چې په لنډ وخت کې د ټولو ستونزو د حل توقع باید ونه شي.

ستولتنبرګ پرون په وارساکې خبري غونډې ته وویل:

"موږ له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د سیاسي شراکت او عملي همکارۍ تعهد کړی نو زموږ هدف ډیر واضح دی او هغه دا چې افغانستان یوازې نه دی او موږ د اوږدې مودې تعهد ورسره لرو."

ستولتنبرګ په افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش د فعالیت په اړه وویل چې دوی به پرته له دې چې د افراطي ډلو نومونو ته پام وکړي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي چې د دې ډلو پرضد مبارزه وکړي.

د سټولټنبرګ په وینا، د افغانستان د حکومت دواړو مشرانو د اصلاحاتو، بشري حقونوته د درناوي او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ډاډ ورکړی دی.

سټولټنبرګ: د افغانستان مشرانو د اصلاحاتو ډاډ راکړی دی.
سټولټنبرګ: د افغانستان مشرانو د اصلاحاتو ډاډ راکړی دی.

د ناټو عمومي منشي ویلي چې د تړون غړي هېوادونه هم له افغانستانه د خپل ملاتړ د دوام به بدل کې توقع لري چې هلته د اداري فساد پر ضد د مبارزې، اصلاحاتو اوپرمختګ لپاره سترګامونه پورته شي.

XS
SM
MD
LG