خبرونه
اوباما: ناټو د ځینو ستونزو په وړاندې ودریږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، ناټو باید سیاسي اراده وښيي او ژمن و اوسي څو د هغو ستونزو په وړاندې ودریږي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې، روسیې، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه رايي ورکولو او هغو ستونزو چې میلونونه خلک یې په اروپا کې کډوالۍ ته اړ کړي، له کبله راپورته شوي.
په یوه تبصره کې چې نن په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې له پیل څو ساعتونه مخکې په فایننشل ټایمز کې خپره شوې ولسمشر بارک اوباما ویلي، د سړې جګړې راوروسته به دا اتلانتیک په دواړو خواوو کې د دې تړون لپاره تر ټولو مهمه شېبه وي.
ولسمشر بارک اوباما ویلي، پر اوکراین د روسیې تیری د یوې ازادې، بشپړې او سوله ییز اروپا په اړه زموږ لیدلوری تهدیدوي.
دا به وروستي ځل چې د بارک اوباما د ناټو د مشرانو په غونډه کې د امریکا د ولسمشر په توګه ګډون کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: له افغانستان سره د بګرام هوایي اډې په اړه غږیږو

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي چې دی له افغانستان سره د بګرام د هوایي اډې د بیرته نیولو په تړاو خبرې کوي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې موږ باید کله هم دا اډه نه وای پرې ایښې.
تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ په لندن کې د سفر پرمهال خبرې غونډې ته ویلي و چې د هغه حکومت هڅې کوي چې امریکایي ځواکونه بیرته بګرام هوایي اډې ته ستانه کړي.
دا اډه امریکایي ځواکونو په دوه زره یو ویشتم کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ لږ مخکې پرې ایښې وه.
ټرمپ د لندن په خبرې غونډه کې ویلي و چې د بګرام هوایي اډه خورا ارزښتمه ده، ستراتیژیک اهمیت لري، د چین اټومي تاسیساتو ته نژدې ده.
بل لور ته د دې څرګندونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د پنجشنبې په ورځ په پیکنګ کې وویل چې هیواد یې د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکې باید د افغانانو په لاس کې وي.
نوموړي زیاته کړه چې د چین هیله دا ده چې ښکېلې خواوې په سیمه ییز ثبات کې رغنده رول ولوبوي.
د بریټانیا صدراعظم د طالبانو له زندانه د دوو انګریزانو په خوشې کېدو کې د قطر د هڅو ستاینه وکړه

د ښاغلي سټارمر دفتر په یوه بیان کې د هغه په حواله لیکلي چې: «غواړم د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په شمول د قطر له حیاتي رول څخه مننه وکړم»
د بريټانیا صدراعظم زیاته کړې چې د دغې بریټانوۍ جوړې د خوشې کېدو د خبر لپاره یې اوږد انتظار ایستلی وو.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو.
هغوی پرون د طالبانو د حکومت له خوا د قطر په منځګړیتوب خوشې او دوحې ته انتقال شول.
په دوحه کې د یادې بریټانوۍ جوړې د کورنۍ غړي هوایي ډګر ته ورغلي وو او تمه ده بریټانیا ته ولاړ شي.
د مکسیکو په پلازمینه کې د اوبلن ګازو د ټانکر چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی

په مکسیکو ښار کې د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) وویل چې په ایزتاپالاپا کې د وروستۍ پیښې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی، چې ۲۱ کسان په روغتون کې بستر شوي او ۳۸ نور له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د رویټرز په وینا، د چهارشنبې په ورځ د ایزتاپالاپا په یوه ګڼه ګوڼې لویه لاره کې د شاوخوا ۵۰،۰۰۰ لیتره ګازو بار یوه لارۍ د دیوال سره تر ټکر وروسته وچاودېده، چې شاوخوا ۳۰ نور موټرونه یې وسوځول.
دې پیښې د مکسیکو په لویو لارو کې د خوندیتوب شرایطو په اړه اندیښنې راپورته کړې. د لومړنیو تحقیقاتو له مخې ټانکر لارۍ ډېره چټکه تله او چلوونکی یې هم بې تجربې وو.
د استونیا هوايي حریم ته د روسۍ جټ الوتکو ننوتل

استونیا وايي چې د روسیې درې میګ-۳۱ جنګي الوتکې د پنجشنبې په ورځ د دوی هوايي حریم ته ننوتلې دي.
په پلازمېنه تالین کې د استونیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د روسیې جیټ الوتکې د سپتمبر په ۱۹مه د ۱۲ دقیقو لپاره د استونیا په هوايي حریم کې پاتې شوې او د استونیا جیټ الوتکو لخوا یې مخه ونیول شوه.
استونیا، چې د ناټو او اروپايي اتحادیې غړې ده، وویل چې دوی به د ناټو د منشور د څلورمې مادې په اړه د غونډې غوښتنه وکړي.
دا پیښه د ناټو او اروپايي ټولنې د دوو نورو غړو پولنډ او رومانیا هوايي حریم ته د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تر ورتلو وروسته رامنځته کېږي.
د امریکا پر کاري ویزو د یو لک ډالرو فیس لګښت

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وايي چې دوی به له شرکتونو څخه وغواړي چې د H-1B کاري ویزو لپاره په کال کې یو لک ډالر ورکړي.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ په دې اړه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ.
د دې اقدام هدف امریکا ته د بهرنیو کارګرانو د ننوتلو مخنیوی او د امریکایي کارګرانو د ګمارلو او روزنې څخه د دوی د مخنیوي لپاره دی.
د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک هم له شرکتونو څخه وغوښتل چې امریکایانو ته روزنه ورکړي او د امریکایانو د دندو لپاره د خلکو راوستل ودروي.
د رویټرز په وینا، دا اقدام احتمال لري چې د متحده ایالاتو د ټیکنالوژۍ سکتور ته لوی ګوزار ورکړي، کوم چې په پراخه کچه په ماهر هندي او چینایي کارګرانو تکیه کوي.
له هغه وخته چې ټرمپ د روان کال په جنوري کې واک ترلاسه کړ، د هغه ادارې د کډوالۍ په وړاندې پراخ اقدامات پیل کړي دي، د H-1B کاري ویزې پروګرام د بڼې بدلون د لنډمهاله کارموندنې د ویزې د بیا کتنې لپاره د هغه هڅې ښيي.
ځینې افغانان چې د طالبانو له ویرې بریټانیا ته تللي وو په رخصتیو کې خپل وطن ته سفر کړی

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی ځینې افغانان چې د طالبانو له ویرې بریټانیا ته راغلي وو په رخصتیو کې خپل وطن ته تللي دي.
ټلګراف او سکای خبر ورکړی دا افغانان په رخصتیو کې له بریټانیا څخه ایران او بیا له هغه ځایه افغانستان ته تللي چې په دې کار سره یې د بریټانیا د پناه غوښتنې پروګرام تر پوښتنې لاندې راوستی.
له دې ټولو سره سره پر بریټانیا لا هم پراخې نیوکې دي چې د هغو ټولو افغانانو په ایستلو کې پاتې راغلې کوم چې له بريټانوي ځواکونو یا موسسو سره یې په افغانستان کې کار کړی.
تېر جولای په بریټانیا کې د اتلسو زرو هغو عسکرو د معلوماتو درز هم غوغا جوړه کړه چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.
افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د پټو سفرونو نیوکې یواځې په بریټانیا نه خلاصیږي بلکې په جرمني کې هم حکومتي چارواکو د هغو افغان پناه غوښتونکو په سفرونو کلکې نیوکې کړې وې چې هلته یې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو په خاطر پناه غوښتې.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په دې لټه کې دی چې ثابته کړي بريژيت مېرمن یې ښځه ده

مکرون او مېرمن یې د هغې امریکايۍ ښي اړخې انفلونسرې پر ضد دعوه هم کړې چې ادعا یې کړې بريژيت ښځه نه ده.
امریکايۍ ښې اړخې انفلونسرې کانداس اوونز چې په خواله رسنیو لسګونه میلیونه پلویان لري ادعا کړې چې د هغې په باور بریژيت مکرون نارینه زیږېدلی.
امانوئل مکرون او بریژيت څو میاشتې مخکې هم ډېر په رسنیو کې راغلل کله چې بریژيت مکرون په څپېړه وواهه.
د روسیې او امریکا د بهرنیوچارو وزیران د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې کتنه سره ګوري

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره وګوري.
تمه ده چې په دې خبرو کې د اوکراین موضوع هم شامله وي.
د روسیې دولتي خبري آژانس ویستي په ملګروملتونو کې د روسیې د دایمي استازي واسیلي نیبینزیا له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي د لاوروف او روبیو د کتنې اجنډا نه ده ټاکل شوې خو د هغه په وینا غونډه پلان شوې او دوی به د دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ته له دې کبله غوسه دی چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو موافقې ته نه دی چمتو شوی.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو درې پړاوونه له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلي او داسې یوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
طالبانو له اوو میاشتو بند وروسته دوه تنه بریتانوي وګړي خوشي کړل

دوه تنه بريتانوي اتباع چې طالبانو له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې نیولي وو له بنده خوشي شول.
رویټرز اژانس ته یوه چارواکي نن ویلي دي چې دا جوړه بریتانیایان د قطر په منځګړیتوب ازاد شوي او د پلازمینې دوحې ته رسیدلې دي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.
دا برتانوي جوړه ۱۸ کاله په افغانستان کې اوسېده او د تعلیم او ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې کار کاوه.
د اسراییلو پوځ نن خبرداری ورکړ چې په غزه ښار کې به په "بې ساري شدت" سره عملیات ترسره کړي

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د اسراییلو پوځ د غزې اوسیدونکي هڅوي چې له جنوب څخه ووځي.
پوځ د لنډمهاله تخلیې دهلیز د تړلو اعلان هم وکړ چې ۴۸ ساعته وړاندې پرانیستل شوی و.
د اسراییلو د پوځ عربي ژبي ویاند اویخای ادرعي پر ایکس پاڼه لیکلي د غزې ښار اوسیدونکو ته په خطاب یو بیان خپور کړی: « له همدې شېبې، د صلاح الدین سړک جنوب ته د سفر لپاره تړل شوی. د اسراییلو دفاعي ځواکونه به د حماس او نورو ترهګرو سازمانونو په وړاندې په بې ساري شدت سره عملیاتو ته دوام ورکړي"
متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.