د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

سټولټنبرګ: د نړۍ له بدلون سره ناټو هم په بدلېدو ده


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پولنډ په مرکز وارسا کې نن وویل چې د نړۍ له بدلون سره ناټو هم د بدلون په حال کې ده.

سټولټنبرګ د ناټو د مشرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلیدو مخکې د متخصصانو په نوم یوې غونډې ته وویل، د دفاعي چارو د پیاوړي کولو له لارې به د ناټو تړون امنیت د پولو دننه او بهر تقویه کړو.

سټولټنبرګ د روسیې په اړه وویل، له روسیې سره د سړې جګړې د پیلیدو نیت نه لري او غواړي چې خبرې ورسره وکړي.

خو په ورته وخت کې ناټو وایي، په ۲۰۱۴میلادي کال کې روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې یې مداخله روانه ده چې دې هڅو ناټو اندیښمنه کړې ده.

د وارسا په سرمشریزه کې به د ناټو مشران په استونیا، لاتویا او پولنډ کې د خپلو پولو د ساتنې په هدف څلور لوا ځواکونه ځای پرځای کړي.

له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو مسئلې ته سټولټنبرګ اشاره وکړه او ویې ویل چې دا پریکړه به په اروپا کې د ناټو د غړیو هېوادو او بریتانیا، همدا راز د امریکا د متحد ایالتونو او بریتانیا پر اړیکو اغیز ونه کړي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې بریتانیا به بیا هم د ناټو د یوه پیاوړي غړي په توګه پاتې وي.

د منځي ختیځ شخړې او د افریقا په شمال کې ستونزو ګڼ کډوال د اروپا په لور رامات کړي دي، د اسلامي دولت ډلې بریدونه، سایبري حملې، د اټومي وسلو د خپریدو مخنیوی او د بالستیک توغندیو ازموینې هغه څه دي چې ناټو ورسره لاس او ګریوان ده.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره او په اروپا – اتلانتیک کې به د بالستیک توغندیو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG