د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو ۳ مهمې اغېزې


یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د ولسمشر بارک اوباما د هغې پرېکړې په اړه لیکنې خپرې کړي چې وايي په افغانستان کې به د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري وساتي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د دې مسلې په تایید چې طالبانو په افغانستان کې یو شمېر سیمې بېرته نیولې او په خلکو کې یې وېره خپره کړې، ولسمشر بارک اوباما څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو مهال ویش دغلته روانو حالاتو ته په کتنه برابروي.

د ورځپاڼې په وینا د ولسمشر بارک اوباما دا پرېکړه پر دې سربېره چې افغان حکومت ته د باور یوه رایه ګڼل کېږي د دې ښکارندوی هم ده چې امریکايي ځواکونه ونه توانېدل له ټاکلي ماموریت سره سم په تېره موده کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې هغه حد ته ورسوي څو په یوازې ځان په خپل هېواد کې له ګواښونو سره مبارزه وکړي.

نیویارک ټایمز د دې پریکړې یو بل اړخ ته په اشارې وايي چې ولسمشر بارک اوباما په دې پرېکړې سره چې په وارسا کې د ناټو د مشرانو له غونډې لږ مخکې اعلان شوه، غواړي خپلو متحدینو ته وايي چې د افغانستان په وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ژمنه پر ځای ده.

واشنګټن پوسټ:

د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي، په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو په شمېر کې دا بدلون درې مهمې اغېزې لري.

لومړی دا چې د وسله والو پر ضد جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې زیاتوي او له دې سره په یو وخت د امریکايي ځواکونو دوه اډې د افغانستان په ختیځ او جنوب کې پر خپل حال پاتې کېږي.

دویم دا چې دا پرېکړه کولای شي پر طالبانو فشار راوړي څو دا ومني چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لاره د جګړې دوام نه بلکې باید د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني څو له سیاسي لارې دا ستونزه هواره کړي.

د ورځپاڼې په وینا که په افغانستان کې جنګ پای ومومي او سوله وشي، په هغه صورت کې په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته اړتیا نه پاتې کېږي.

د دې پرېکړې درېیم اغېز د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې دا ښودلی چې ولسمشر بارک اوباما غواړي خپل ځای ناستي ته له پوځي پلوه یو باثباته افغانستان په میراث پرېږدياو د امریکا راتلونکې مشر به نوره دا پرېکړه کوي چې په افغانستان کې څومره سرتېري پاتې شي او په دې هېواد کې څومره ښکېل و اوسي.

د واشینګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په دې اقدام سره هغه کار چې لږ تر لږه یې اوباما ترسره کوي دا دی چې وښيي په افغانستان کې پنځلس کلنه جګړه د ۲۳۰۰ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو سربېره د ده د واکمنۍ په دوره کې پای ته ونه رسېده.

فاننشل ټامیز:

د فایننشل ټایمز ورځپاڼه بیا په افغانستان کې د د پاتې کېدونکو امریکايي سرتېرو په شمېر کې د بدلون په اړه د ولسمشر بارک اوباما اعلان ته په اشاري وايي، دا اعلان دوه مسلې روښانه کوي، یوه دا چې امریکا او متحدان یې تر اوږده وخته په افغانستان کې پاتې کېږي او دا چې د جګړو په پراخېدو په دې هېواد کې په نږدې راتلونکې کې سولې ته کومه هیله مندي نه شته.

پر دې سر بېره ورځپاڼه وايي، د امریکا دا اقدام به د ناټو نور غړي هېوادونه هم وهڅوي چېراتلونکی کال هم په افغانستان کې خپل سرتېري وساتي.

XS
SM
MD
LG