د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

په وارسا کې به د افغانستان په اړه په ۳مهمو مسایلو خبرې وشي


د ناټو ملکي استازی اسمعیل اراماز
د ناټو ملکي استازی اسمعیل اراماز

د ناټو یو لوړ رتبه چارواکی وايي، د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د ناټو په سرمشریزه کې به د افغانستان په اړه په درېیو مهمو مسایلو خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې دغه سرمشریزه د راتلونکې جمعې او شنبې په ورځو په وارسا کې جوړه شي. دغې سرمشریزې ته افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم بلل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی اسمعیل اراماز Ismail Aramaz وایي، تمه ده چې د ناټو غړي او شریکان یې د افغانستان په اړه درې مهمې پریکړې وکړي، د یوه بل کال لپاره د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت غځېدل، د افغان امنیتي ځواکونو مالي تمویل او د ناټو او کابل ترمنځ د شراکت پیاوړي کول.

د افغانستان حکومت هم دغه سرمشریزه د افغانستان لپاره مهمه بولي او ویلي یې دي چې د خپلو غوښتنو د وړاندې کولو ترڅنګ به هڅه وکړي چې د ناټو د غړېو هېوادونو مشرانو ته دا واضح کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د دې هېواد جګړه نه ده بلکه هغه سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري.

د ناټو د سرمشریزې په درشل کې د دې سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې افغانستان به د دغې سرمشریزې د اجنډا په سر کې وي او زیاته یې کړه چې ناټو به د افغان امنیتي ځاکونو د روزنې، ملاتړ او هغوی ته د سلا ورکولو ماموریت ته تر هغو دوام ورکړي چې د دغو ځواکونو وړتیاوې زیاتې شي او وکولای شي په خپله خپله هېواد امن کړي.

د ناټو یو شمېر چارواکي او کارپوهان وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرام به د ۲۰۱۷ کال ترپایه دوام وکړي او ناټو به په افغانستان کې د نهو زرو سرتیرو د پاتې کېدو غوښتنه وکړي.

تر اوسه امریکا په دې اړه چې څه شمېر سرتیري په ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې پریږدي پریکړه نه ده کړې خو د پاتې کیدونکو احتمالي نهو زرو سرتیرو په ډله کې به د دې هېواد د سرتیرو شمېر پنځه نیم زره وي.

د سټارس انډ سټرایپس خپرونې په وینا د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره چې وسله والو طالبانو او نورو ډولو حملو ته زور ورکړی. یو شمېر کارپوهان د دغو ډلو په وړاندې مبارزه کې د افغانستان له حکومت سره د دوامدارو مرستو پر اړتیا تاکید کوي.

تیوفاریل چې د لندن په کینګ کالیج کې د جګړو د مطالعاتو استاد دی وایي، د ناټو د هوايي ځواک او ځانګړو ځواکونو په ګډون د دې سازمان د دوامداره ملاتړ پرته به افغان امنيتي ځواکونه په جنوب او ختیځ کې بشپړ ولایتونه یو په بل پسي له لاسه ورکړي.

د هغه په وینا که د سولې د خبرو څرک ونه لګیږي او که د طالبانو د بریالیتوب مخه ونیول شي، ناټو به د ډېرو نورو کلونو لپاره له افغانستان سره خپلو مالي مرستو او پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG