د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

افغانستان کې د طبیعي پېښو د وړاندوینې سیسټم نصبیږي


د افغانستان د هوا پیژندنې او ملکي هوايي چلند اداره وایي، تر دوه راتلونکو کلونو پورې به داسې تخنیکي سیسټم جوړ کړي چې له طبیعي پېښو وړاندې به خبرداری ورکوي.

د دې ادارې د پالیسۍ مرستیال محمد قاسم وفایې زاده وايي چې د وړاندوینې د دغه سیسټم په نصبېدو سره به د احتمالي طبیعي پېښو زیانونه کم شي.

د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي چې د رایمس په نوم د سیمې هېوادونو په غونډه کې چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه تایلنډ کې جوړه شوي وه، چې په کې له طبېعي پېښو څخه د مخه د خبرداري په سیسټم ټینګار وشو.

د دې ادارې د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم وفایې زاده چې په سیمه کې د طبیعي پېښو څخه وړاندې د خبرداری سیسټم د پیاوړتیا په اتمه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی وايي افغانستان به تر دوه راتلونکو کلونو پورې د طبیعي پېښو د وړاندوینې سیسټم ولري.

ښاغلي وفايي زاده د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وار د مخه وړاندوینې سیسټم په نصبېدو سره به په افغانسان کې د طبیعي پېښو څخه د اوښتونکو احتمالي زیانونو کچه را کمه شي.

هغه زیاته کړه:

"تر دوه کلونو په موده کې موږ په دې توانېږو چې د هوا پیژندې، سیلابونو او نورو طبیعي پېښو وړاندوینه په دقیق ډول تر سره کړو او په ورته وخت کې به وتوانېږو چې GTSM ته خپل راپور ورکړو چې دا په حقیقت کې د افغانستان له لوري په سیمه ییز سرکت کې د معلوماتو اړوند تشې د ډکولو برخه ده."

هغه وايي چې افغانستان د هوا پیژندنې سیسټم د پراختیا نقشه جوړه کړې او ډېر ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د د طبیعي پېښو د وړاندونې سیسټم نصب کړي.

اسیایي هېوادونه په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د هند په اقیانوس کې د سونامي طوفان پېښېدو وروسته په ۲۰۰۷ کال کې د یوې ګډې شورا په جوړېدو سلا شوي تر څو په سیمه کې د طبیعي پېښو څخه د اوښتونکو زیانونو کمېدو لپاره هڅې وکړي.

افغانستان په دغو غونډو کې د څارونکي په حیث برخه اخلي خو وايي په وروستۍ دغې غونډه کې یې د بشپړ غړیتوب اخسیتو وړاندیز هم کړی دی.

په افغانستان کې د طوفانونو، برف کوچونو، سیلابونو، بارانونوو او نورو یوناڅاپه طبیعي پېښو څخه هر کال ډېر خلک زیانمنېږي.

له دې سره د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وايي چې د نوي سیستمونو نصبول به په هېواد کې د طبیعي پېښو څخه د اوښتونکو زیانونو کچه کمه او زیان لیدونکو سیمو ته به د دوی د مرستو رسولو چارې منظمې کړي.

محمد اسلم سیاس
محمد اسلم سیاس

نوموړی زیاتوي:

"دا وړاندوینې همکاره په تېره بیا پېښو ته درسیو ادارې ته توان ورکوي چې خلک ژر خبر او په جریان کې واچوي چې په دې سره به د یوې پېښې له احتمالي خطراتو څخه مخنیوی وشي."

د سیاس په وینا په افغانستان کې تر اوسه د وړاندوینې پرمختللی سیسټم نشته او له همدې امله هر کال د طبیعي پېښو له امله د مالي او ځاني زیانونو کچه زیاته وي.

له دې سره د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې دوی د تېر کال راهیسې د هوا پیژندې په ریاست کې د سیستمونو په نوي کیدو، مسلکي او تخینکي ظرفیت په جوړېدو کار پیل کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG