د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملو کې د وژل شویو ملکیانو راپور خپور کړ


سپینې ماڼۍ ویلي چې په پاکستان، یمن، سومالیا اولیبیا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې لږترلږه ۱۱۶ ملکي وکړي وژل شوي دي.

دا حملې له ۲۰۰۹ میلادي کاله چې ولسمشر اوباما په قدرت کې وو، د ۲۰۱۵ میلادي کال د ډسمبر تر پایه شوې دي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو پرون جمعه دا ارقام د امریکا د استخباراتو دملي ادارې د یوه تازه رپوټ پر بنا، خپاره کړي دي.

خو دا شمېرې د بشري حقونو د یو شمېر مدافع ادارو له لوري له ورکړ شوو ارقامو سره اړخ نه لګوي.

د بشري حقونو یو شمېر څارونکي ادارې اټکل کوي چې ښايي په دې موده کې ۱۱۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي وي.

سپینې ماڼۍ نه دي ویلي چې دا تلفات دقیقا د پاکستان، سومالیا او یمن په کومو سمیو کې وو.

ولسمشر اوباما قدرت ته تر رسېدو وروسته د امریکا د دفاع وزارت او د استخباراتو د فدارلي ادارې "سي ای اې" بې پيلوټه الوتکو ته په پاکستان، یمن، لیبیا او سومالیا کې د حملو اجازه ورکړه.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې په تېرو شپږو کلونو کې د پنټاګون او سي ای اې بې پیلوټه الوتکو په یمن، پاکستان، لیبیا او سومالیا کې پر مشکوکو تروریستانو ۴۷۳ حملې کړې چې لږترلږه ۲۵۸۱ وسله وال او مشکوک تروریستان په کې وژل شوي دي.

په رپوټ کې چې پرون جمعه خپور شوی، یوازې په پاکستان، یمن، سومالیا او سوډان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنه شوې او وايي چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ میلادي کاله په دې هېوادونو کې پر مشکوکو تروریستانو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې ښايي له ۶۴ تر ۱۱۶ ملکي وګړي وژل شوي وي.

د متحدو ایالاتو د استخباراتو د ملي ادارې رپوټ په ډېر دقت برابر شوي او په دې هېوادونو کې پر تروریستي ډلو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د پټو حملو د اغېز پراخه څېړنه په کې شوې ده.

خو په افغانستان، عراق او سوریه کې چې د امریکا پوځ زرهاوو هوايي عملیات کړي، د بې پيلوټه الوتکو حملو ته اشاره نه ده شوې.

خو د بشري حقونو یو شمېر څېړونکې ادارې د ملکي تلفاتو په اړه له دې شمېرو سره موافقه نه لري.

په لندن کې د تحقیقاتي ژورنالیزم یوې ادارې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په یمن، پاکستان، لیبیا او سومالیا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې تلفاتو شمېر د ۴۹۲ او ۱۱۰۰ ترمنځ اټکل کړی دی.

دا په داسې حالکې ده چې ولسمشر اوباما، د بې پيلوټه الوتکو حملو ته د یوه حد د ټاکلو لپاره یو فرمان ورکړی چې په هغه کې د ملکي خلکو د تلفاتو کمولو او د امریکا د پوځ په عملیاتو کې د ملکي خلکو امنیت ته مرکزي رول ورکړل شوی دی.

اوباما، د بې پيلوټه الوتکو حملو ته د یوه حد د ټاکلو لپاره یو فرمان ورکړی
اوباما، د بې پيلوټه الوتکو حملو ته د یوه حد د ټاکلو لپاره یو فرمان ورکړی

د ولسمشر اوباما د فرمان پر اساس به پوځ هرکال د تلفاتو تخمیني شمېرې اعلانوي څو په دې اړه د پوځ په فعالیت کې شفافیت رامنځ ته شي.

فرمان وايي چې د امریکا پوځ باید په خپلو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو شمېرې د معتبرو رپوټونو پر اساس، خپرې کړي او د غیردولتي ادارو رپوټونه هم په کې شامل کړي.

خو د قانون له نظره، راتلونکی ولسمشر، حتمي د دې فرمان د عملي کولو مسئولیت نه لري.

د امریکا نوی ولسمشر صلاحیت لري چې که وغواړي، دا فرمان بدل کړي او په خپله خوښه نوی فرمان صادر کړي.

په واشنګټن کې د ملکي بحرانونو مرکز مشر فدریکوبوریلو د ولسمشر اوباما د فرمان هرکلی کړی دي.

فدریکو بوریلو ویلي، د دې لپاره چې راتلونکی ولسمشران دا فرمان بدل نه کړي، د دوی اداره به له کانګرسه وغواړي چې د اوباما دا فرمان په قانون بدل کړي.

XS
SM
MD
LG