د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د یمن پر صنعا د عرب ایتلاف په هوايي حملو کې سلګونه ملکیان وژل شوي


په یمن کې د تاوتریخوالي او تازه پوځي عملیاتو له امله د ملکیانو په مرګژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ سیمه ییز اییتلاف د دوشنبې په سهار د یمن په پایتخت صنعا کې هوايي بریدونه وکړل چې د راپورونو له مخې لسګونه ملکیان په کې وژل شوي دي.

رویترز خبري اژانس ته روغتیايي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي جنګي الوتکو پر صنعا ښار درې راکټه وویشتل؛ ۱۵ کورونه يې له مینځه یوړل او لږ تر لږه ۲۱ کسان يې چې ټول ملکي وګړي دي ووژل.

د سعودي په مشرۍ سیمه ییز اییتلاف په یمن کې خپلو هوايي حملو ته په داسې وخت کې زور ورکړی چې ملګرو ملتونو تېره جمعه د یمن خلکو ته د عاجلو بشري مرستو د رسولو په هدف اوربند اعلان کړ.

خو د راپورونو له مخې سعودي عربستان دغه اوربند نه دی منلی او د یمن د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد يې د خپلو بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی.

د سعودي په مشرۍ د سیمه ییز اییتلاف ویاند وویل؛ ریاض د دې لپاره اوربند نه مني چې حوثیان ورته ژمن نه دي او نه هم د اوربند د څارنې لپاره ملګري ملتونه په سیمه کې څارونکي لري.

اخوا بیا د حوثي یاغیانو چې ایران يې ملاتړ کوي؛ یوه مشر صالح الصمد رویټرز اژانس ته ویلي؛ د سعودي عربستان له خوا اوربند ته نه درناوی نړېوالې ټولنې ته ښکاره چیلنج دی.

د ملګرو ملتونو د تخمین له مخې په یمن کې د حوثي یاغیانو او د جلا وطنه ولسمشر هادي منصور د پلویانو تر منځ جګړو او پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د سیمه ییز اییتلاف په هوايي حملو کې څه د پاسه درې زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG