د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

پکتيکاوال: تفريحي پارکونه او مېله ځايونه غواړو


پکتيکاوال ځوانان وايي، حکومت يې غوښتنو ته پاملرنه نه کوي او په ټوله پکتيکا کې داسې تفريح پارک او مېله ځای نه لري چې دوی هلته ورشي او غوښتنه کوي چې د دوی لپاره بايد په دې برخه کې اقدامات وشي.

د پکتيکا اوسېدونکي وايي، په ولايت کې يې ډېر داسې ځايونه شته چې په کمو امکاناتو سره کېدلای شي، د ځوانانو په تفريحي پارکونو او مېله ځايونو بدل شي.

د دوی شکايت دا دی چې په پرلپسې ډول يې له ولايتي ادارې د تفريحي پارکونو او مېله ځايونو د جوړېدو غوښتنې کړې دي، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د پکتيکا په سردې بند کې د لامبو وهلو او ساعت تيري په موخه راټول ځوانان او ماشومان دا هيله لري چې که په دغه ځای کې ورته حکومت منظم پلان پلی کړي او تفريحي پارکونه او مېله ځايونه جوړ کړي، تر ډېره به يې ستونزه هواره شي.

د تفريح په هدف راغلي دوه تنه ځوانان وايي:

"زه د يوسف خېلو اوسېدونکی يم نوم مې حاجي جعفر ده، بندې سردې ته راغلي يو، په چکر باندې، پرون هم دلته ډېر خلک راغلي وو، نن هم راغلي وو، دلته د دنيا خلک راځي، چکر وهي، دلته داسې پارک او د کېناستا جای نشته، د شوق جای نشته، خلک وايي چې بايد د چکر جای جوړ شي، پارکونه جوړ شي دلته ټولې خاورې دي، ډبرې دي او رېګونه دلته بايد جايونه جوړ شي، له حکومته مو خواهش ده لږ، لږ کار وکړي، دلته ډېرې اوبه دي او خوږې دي، داسې منځ ته نه شو ورتلای په دې زۍ کې لمبېږو.

- زه شفيق سليمانخېل د پکتيکا يحی خېلو ولسوالۍ څخه دلته بندې سردې ته راغلي يو، ۳۵ کيلومټره لرې ده، دلته راغلي يو د ساعت تېري لپاره، دلته لمبلو لپاره راغلي يو، دولت بايد دلته پارکونه او سيل جايونه جوړ کړي، دلته که ډېر نابلده کسان راشي، په اوبو کې ډوبيږي، ځکه منظم جايونه نشته او بايد جوړ شي."

دوی دا هم وايي، سردې بند کې تر اوسه پورې هېڅ داسې اسانتيا نشته چې هوټل، يا تفريحي پارکونه ولري، شاوخوا يې خړې غونډۍ او ناهوارې شوې دښتې او رېګونه دي، خو بيا هم خلک ورته له ډېرو لرو ځايونو راځي، که چېرته لږ اسانتياوې هم برابرې شي د دې سيمې سيلانيان به ډېر شي.

دوی دا هم وايي، سردې بند کې تر اوسه پورې هېڅ داسې اسانتيا نشته
دوی دا هم وايي، سردې بند کې تر اوسه پورې هېڅ داسې اسانتيا نشته

همدلته سردې بند ته راغلي، ډېر ماشومان هم دا هيله لري چې د دوی د تفريح لپاره دې حکومت ځايونه جوړ کړي، دوی وايي اوبو ته د ډوبېدو له وېرې نه شي ورګډېدلی او هيله څرګندوي چې که په سردې بند کې ورته د لامبووهلو په موخه واړه حوزونه جوړ شي، ستونزه به ونه لري:

"زما نوم سميع الله دی، د تتې والو يم، دلته د ساعت تېري لپاره راغلی يم، حکومت نه غواړو چې دلته سم جای راته جوړ کړي او اوبو نه ډارېږو چې ډوب مو نه کړي او که دلته حوزونه وي، موږ به نه ډارېږو."

ډېر نور ماشومان هم لوڅ لغړ د اوبو په غاړه ريګونو کې پراته وو او همدا غوښتنه يې کوله چې حکومت دې ورته پام وکړي او د دوی لپاره دې د تفريح او مېلې ځايونه په سردې بند او نورو وړ ځايونو کې جوړ کړي.

د خلکو دغه غوښتنې او شکايتونو مو د پکتيکا نوي والي محمد الياس وحدت مخ ته کېښودې ويې ويل، دوی له نوي فکر سره تللي او هيله يې همدغه ده چې د پکتيکا ځوانانو د سالمې بوختيا لپاره په بېلابېلو برخو کې اقدام وکړي.

د پکتيکا نوي والي محمد الياس وحدت
د پکتيکا نوي والي محمد الياس وحدت

دی وايي، د ځوانانو دغه ستونزې يې درک کړې دي او د حل په موخه يې هڅه دا ده چې په سردې بند او ځينو نورو برخو کې د تفريحي پارکونو او مېله ځايونو جوړېدو لپاره اقدامات وکړي:

"که په دولتي چوکاټ کې وتوانېدو، ښه تر ښه ، کنه له خصوصي سکتور سره به کار وکړو او هغوی به وهڅو چې په دې برخه کې راسره کار وکړي، دلته په سردې بند کې به هڅه وکړو چې د خصوصي سکتور له لارې ځينې مشکلات حل کړو او ويې هڅو چې کشتۍ راوړي، ځينې هوټلونه او واړه تفريح پارکونه جوړ کړي، يوازې دغه ځای نه دی د پکتيکا په نورو برخو کې هم هڅه همدا ده چې د ځوانانو لپاره په هغو سيمو کې چې اوبه او ځنګلونه موجود دي داسې ځايونه جوړ کړو چې ځوانان ترې په خاصو ورځو کې استفاده وکړي او د مېلو او ورځو نمانځلو لپاره هلته لاړ شي."

نوموړی زياتوي چې د تفريحي پارکونو او مېله ځايونو جوړولو سره به د پکتيکا ځوانانو ته د قوي اجتماعي اړيکو لا نورې زمينې برابرې شي او په خبره يې هڅه به يې همدا وي چې د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې د حکومتي بوديجې او شخصي سرمايه ګزارانو له لارې په دې برخه کې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG