د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

عبدالله: وارسا کنفرانس کې به افغانستان سره نړیوالې ژمنې تازه شي


د افغان حکومت اجراییه رئیس په افغانستان کې د سولې او ثبات او امنیتي ځواکونو سره د همکاریو د تازه کولو په برخه کې وارسا کنفرانس ډېر مهم بولي.

عبدالله عبدالله وايي، د وارسا کنفرانس د دې لپاره یو ښه فرصت دی چې مرسته کوونکي هېوادونه او افغان حکومت د سولې او ثبات په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي.

د افغانستان اجراییه ریاست وايي، وړاندوینې ښيي چې په وارسا کې د ناټو په سر مشریزه کې له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه د سولې او امن او د افغان امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې جاري ساتي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په کابل کې د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې تر راتلونکو څو ورځو پورې دغه غونډه جوړېدونکې ده چې د افغانستان په استازولي به ولسمشر غني او دی په کې برخه واخلي.

ښاغلی عبدالله د افغانستان لپاره د وارسا غونډه مهمه ګڼي وايي چې نړیواله ټولنه او افغانستان دواړه به په دغه غونډه کې متقابلې ژمنې تازه کړي.

هغه زیاته کړه:

"دا د سولې او امن او له افغان امنیتي ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې د همکاریو د ژمنو د دوام په برخه کې یوه مهمه غونډه ده او یو فرصت دی د دوه اړخیزو ژمنو د افغان حکومت او هغه هېوادونه له خوا چې زموږ په څنګ کې و او د افغانستان د خلکو هدفونو ته د رسېدلو او د یو امن او د ترروریزم او مخدرو موادو څخه د پاک او د موکراسۍ په اصولو برابر افغانستان یې غوښت."

ښاغلی عبدالله وايي چې افغان حکومت د اصلاحاتو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل کړی خو د خلکو او نړیوالو تمه دا ده چې لا جدي اقدام وشي.

ټاکل شوې چې د ناټو د سرمشرېزې غونډه د جولای د میاشتې په اتمه او نهمه نېټه د پولنډ په پلازمینه وارسا کې جوړه شي.

وارسا غونډه د جولای په اتمه او نهمه پولنډ کې کېږي
وارسا غونډه د جولای په اتمه او نهمه پولنډ کې کېږي

تر دې مخکې هم افغان حکومت په وارسا کې د ناټو د سر مشریزې لپاره له خپل چمتووالي ډاډ ورکړی و.

افغان چارواکو ویلي، په دغه کنفرانس کې به نړیواله ټولنه تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې پوځي مرستې اعلان کړي.

بل خوا نړیواله ټولنه افغانستان سره د خپلو مرستو په روڼوالي ټینګار کوي او افغان حکومت هم ژمنه کړې چې د دغه مرستو د لګښت په برخه کې به حساب ورکوي.

په ورته وخت کې افغان کارپوهان د حکومت له مشرانو غواړي چې په دغه ناسته کې له نړیوالې ټولنې خپلې غوښتنې په جدي ډول مطرح او همکاري یې خپله کړي.

د چارو کارپوه امین الله ځاځي:

"کله چې دوی خپلې غوښتنې په جدي او غوڅ ډول مطرح کړي نړیواله ټولنه هم لکه څنګه چې لازمه ده همکاري وکړي دا غونډه به ګټوره وي، له دې پرته په تېرو څوارلسو کلونو کې چې کومې ژمنې د نړۍ او سیمې هېوادونو کړي دي په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره ډېرې ګټورې نه وې."

د افغانستان په ځینو سیمو کې جګړې روانې دي
د افغانستان په ځینو سیمو کې جګړې روانې دي

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې لا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې جګړې روانې دي او خلک د نا امنۍ او اقتصادي ستونزو له امله شکایت لري.

خو ښاغلی ځاځی ټینګار کوي چې په افغانستان کې شته ستونزو ته په پام سره لازمه ده چې نړیواله ټولنه په صادقانه ډول له دغه هېواد سره مرسته وکړي تر څو خلک د تروریزم ښکار نشي او په نورو برخو کې یې هم ستونزې هوارې شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG