د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د عراق په فلوجه کې له بې کوره شوېو سره د مرستو لړۍ ستونزمنه شوې


مرستندویې ټولنې د عراق د فلوجې ښار هغو زرګونه ملکي وګړو ته د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

وروسته له دې چې د عراق فلوجه ښار د اسلامي دولت له ولکې څخه ازاد اعلان شو ملګري ملتونه وايي چې زرګونه ملکي وګړي له دې ښاره د تېښتې په حال کې دي.

ملګري ملتونه وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د درنو جګړو له پیل وروسته نژدې لس زره کورنۍ له فلوجې ښار څخه وتلي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې وروسته له دې چې د بغداد د لویدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې د فلوجې د بېرته نیولو په مقصد د عراقي ځواکونو پوځي عملیات پیل شول څلور اتیا زره ملکي وګړي له دې ښار او شاوخوا سیمو څخه وتلي دي.

مرستندویې ټولنې وايي، دوی له دې وضعیت سره چې د لوږې او د جګړې د رواني تاثیراتو له کبله له مخکې په دردوونکي حالت کې دی د مقابلې هڅه کوي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې استازی وايي چې مرستندویې ټولنې له دې سخت او بدلیدونکي حالت سره په مقابله کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ګیدو: م.م د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو یوې نوې پراخې څپې ته تیاری نیسي
ګیدو: م.م د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو یوې نوې پراخې څپې ته تیاری نیسي

برونو ګیدو Bruno Geddoپه یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې ملګري ملتونه په را روانو څو ورځو کې د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو یوې نوې پراخې څپې ته تیاری نیسي ځکه د نوموړي د اټکل له مخې لا هم په فلوجه کې زرګونه نورکسان په جګړو کې بند پاتې دي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د جمعې په ورځ په فلوجه کې د داعش پر ضد د حکومت بریا وروسته له هغه اعلان کړه چې دولتي ځواکونو له څو اونیو جګړو وروسته د داعش له وسله والو څخه د ښار ډیری سیمې ونیولې او د ښار په مرکز کې د دولتي ودانۍ له پاسه یې د عراق ملي بېرغ ورپاوه.

العبادي: له داعشه مو په فلوجه کې ډیری سیمې نیولي
العبادي: له داعشه مو په فلوجه کې ډیری سیمې نیولي

د ناروې د کډوالو شورا چې یوه خیریه ټولنه ده وايي، کډوال په هغو کمپونو کې چې د عراق حکومت او مرستندوېو موسسو چمتو کړي دي نه ځاییږي او زرګونه نور کسان سرپناه او د ژوند اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د دې ټولنې یوه کار کوونکي اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي دي چې اوس مهال زرګونه کسان په ۴۰ درجې تودوخه کې له خیمو بې برخې دي.

په همدې حال کې د عراق د پوځ یوه قوماندان ویلي، په داسې حال کې چې د عراق د ترورېزم ضد خاصو ځواکونو له ښاره د داعش ډلې د پاتې وسله والو د ایستلو هڅه کوي په سیمه کې درنې جګړې روانې دي.

د عراقي ځواکونو د قوماندان تورن جنرال حیدر العبیدي په وینا د داعش وسله والو په فلوجه کې د عراقي ځواکونو پر ضد د توغندېو ډزې او انتحاري حملې کړي او د نښه ویشتونکو ټوپکو په وسیله یې په نښه کړي دي.

XS
SM
MD
LG