د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

په کندز کې د خوراکي توکو له لوړو بیو خلک سر ټکوي


د کندز ولایت زیات شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له روژې مخکې د خوراکي توکو بيې ډېر مناسب او ارزانه وې، خو کله چې د روژې میاشت راغله نو د توکو په نرخونو کې ډېر لوړوالی راغی.

د دوی په وینا چې له روژې مخکې یو قوطې خُرما ۵۰ افغانۍ وه، خو اوس ۸۰ افغانۍ پلوریږي، یوه کُنده یخ ۴۰ افغانۍ و، خو اوس ۱۲۰ افغانیو ته رسېدلۍ همدارنګه یو قوطې پنځه لېټرۍ غوړي ۴۰۰ افغانۍ و، خو اوس ۴۶۰ افغانیو ته رسېدلۍ.

د کندز ښار دوه تنه اوسېدونکي په دې اړه وايي:

"د روژې په رارسېدو سره د خوراکي توکو نرخونه ډېر لوړ شوي، خو له روژې مخکې نرخونه مناسب و، موږ له دولته غواړو چې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي.

- حکومت باید د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي، ځکه خلک غریب دي وس یې نه رسیږي چې سودا واخلي."

خلک له ډېر اقتصادي ستونزو سره مخ دي
خلک له ډېر اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د هغوی په وینا چې خلک له ډېر اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړټیاوې پوره کړي نو له حکومته غواړي چې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا یو تن غړې امرالدین ولي هم د خلکو دغه شکایت مني او وايي چې دوی له اړوند ارګانونو سره خبرې کړي، څو په ښار کې د توکو نرخونه کنټرول کړي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړې امرالدین ولي هم د خلکو دغه شکایت مني
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړې امرالدین ولي هم د خلکو دغه شکایت مني

نوموړې زیاتوي:

"موږ په دې اړه له اړوندو ارګانونه سره خبرې کړي ، څو د توکو نرخونه کنټرول کړي څو خلک خپلې اړټیاوې پوره کړي."

خو بلې خواته د کندز د ښاروالۍ چارواکي بیا وايي چې پخوا دا د ښاروالۍ دنده وه چې په ښار کې د ټولو خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي او دوکاندارانو ته نرخنامۍ ورکړي، خو په دې وروستیو څو کلونو کې له دوی څخه دغه صلاحیت اخېستل شوی دی، نو ځکه اوس مهال دوی نه شي کولای چې په ښار کې د توکو نرخونه کنټرول کړي او پر دوکاندارانو باندې نرخنامۍ هم توزیع کړي.

راپور: اجمل آرین - کندز

XS
SM
MD
LG