د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

په تورخم کې د درېیم ځل لپاره نښته پیل شوه


د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وایي د سې شنبې په ماښام پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د درنو وسلو بریدونه پيل کړل.

نوموړی وايي افغان سرحدي ځواکونه له خپلې خاورې نه د دفاع لپاره تیاری لري او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغې نښتې په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ دا نښتې د یکشنبې په ورځ چې پاکستاني لوري په سیمه کې د دروازې جوړولو کار شروع کړ، پيل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویندوي، عاصم بجوا پر ټویټر لیکلي چې د تورخم پر لاره د دروازې جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پرمهال د اسنادو د دقیقې کتنې لپاره ضروري کار دی.

خو افغان لوری وايي، په تورخم کې داسې تاسیسات باید د دواړو هېوادونو د موافقې پر اساس وشي.

د رپوټونو پر اساس، دواړو هېوادونو سیمې ته اضافي ځواکونه استولي دي.

XS
SM
MD
LG