د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د هلمند والي وايي، لښکرګاه سقوط نه کوي


د هلمند والي حیات الله حیات وايي، لښکرګاه ته نژدې سیمو کې د مخالفو وسله والو بریدونه په شاه تنبول شوي او اوس دغلته جګړه پای ته رسیدلې.

حیات الله حیات چې په یوه خبري ناسته کې مالومات ورکول وویل، د مرکز او کندهار څخه کومندو ځواکونه رسیدلي او د هغه سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شوي چې په تېرو درېیو ورځو کې د افغان ځواکونو له ولکې وتلي وې.

د لښکرګاه سره د نږدې ولسوالیو پر امنیتي کمربند د تېرو ورځو په نسبت کمې ډزې کیږي.

د هلمند په لښکرګاه کې تېره شپه تر نورو یو څه ارامه وه. ډزې لېرې وې او د ښاره د ډې سي توپ د مرمیو ږغونه نه اورېدل کېدل، یوازې په دوو ولسوالیو کې د نښتو راپورونه ورکول شوي دي.

ویل کیږي د نادعلي په ناقل اباد او د ګرشک په میرمنداب کې یو شمېر وسله والو د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او تلفات نه لري، خو لا هم د لښکرګاه ښار پر سړکونو د پخوا په نسبت د خلکو بېروبار کم دی او په هرو څو دقیقو کې د عادي موټرونو ترڅنګ د امنیتي ځواکونو هاموې ټانګ او د پولیسو رنجر موټر تر سترګو کیږي.

د نادعلي او مارجې ولسوالیو د جنګي او تازه ناامنه څو سیمو څخه په موټرونو کې بار کډې لیدل کیږي چې لښکرګاه ته نږدې د بولان په سیمه کې او په ښار کې دننه سرونه پناه کوي.

د نادعلي د ناقل اباد یو اوسیدونکي لالون وايي، په کلي کې يې د هوانونو او درنو مرمیو د لګېدو له امله ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی چې د جنګونو له ویرې لښکرګاه ته راغلی د حکومت څخه غواړي چې د خوراکي توکو، امنیت او کور مرسته ورسره وکړي.

دی وايي:

"په نري مانده کې جنګ وو. مرستې ورته ونه رسېدې، پوستې سقوط شوې، ملکي کسان مو ټپیان دي چې د اندامونو غوښې يې لانشته.زه اوس راغلی یم چې حکومت موږته مرسته راکوي که یوازې د رسنیو پرمخ نارې وهي. د هرې خوا توپونه راځي او هم حکومت غټې مرمۍ راغورځوي او هم يې وسله وال."

سره له دې چې بریدونه کم شوي خو لا هم خلک ډاډه نه دي.

د هلمند والي حیات الله حیات هغه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د لښکرګاه ښار یا ولسوالیو د احتمالي سقوط له وېرې کورونه پریږدي.

ښاغلي حیات په یوه خبري ناسته کې وویل، اضافي سرتیري رسیدلي دي، پر وسله والو يې بریدونو ته زور ورکړی دی او د امنیتي کمربند په امتداد يې د وسله والو جنګیدونکي ډلې په شاه تمبولي دي.

ښاغلي حیات په یوه خبري ناسته کې وویل، اضافي سرتیري رسیدلي
ښاغلي حیات په یوه خبري ناسته کې وویل، اضافي سرتیري رسیدلي

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو والي په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د لښکرګاه او مرکزي ولسوالیو پر امنیتي کمربندونو د وسله والو د برید پرمهال د ۱۱۸ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ.

حیات الله حیات دقیق ونه ویل خو دا يې ومنل چې افغان ځواکونو ته هم په ځینو مواردو کې د وظیفوي غفلت له مخې تلفات اوښتې دي او د هغه چا سره به حساب هم وکړي چې په دې برخه کې يې ناغیړي کړي وي.

د هلمند د ولایتي شورا ریس کریم اتل په خپله پرونۍ خبره ټینګار وکړ او د حالت د پوره کابو کولو لپاره يې د مرکزي حکومت څخه د مرستې او اضافي سرتېرو غوښتنه وکړه.

اتل وویل، د تېرو دوو ورځو په سختو نښتو کې افغان ځواکونه درانه تلفات لري، د خلکو شتمنیو او کښتونو ته زیان رسیدلی دی او په یو شمېر روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې ځای نشته.

که څه هم هلمند په تېرو څو کلونو کې ناامنه ولایت پاته شوی دی خو په تېرو اوو میاشتو کې وسله والو وروسته ترهغه چې موسي کلا او نوزاد ولسوالۍ په بشپړ ډول تر خپل ولکې لاندې راوستلي، مرکزي ولسوالیو ته مخه کړه چې له دې جملې يې د نادعلي، ګرشک او مارجې ډیری سیمي ونیولي، د لښکرګاه تر څلورمې حوزې پورې ځانونه ورسول او د هغه ځایونو يې پر لښکرګاه او نږدې سیمو خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

د لښکرګاه اوسیدونکي چې په بېلابېلو وختونو کې يې ځیني ښې او ډیرې بدې ورځې لیدلي دي په داسې حال کې د دې لوی ښار د سقوط په ویره کې دي چې امنیتي کمربند ورځ تر بلې ښار ته نږدې کیږي او اکثره شپې د لوېو توپونو له ډزو د ښار د اوسیدونکو ژوند ناارامه وي.

راپور: محمدالیاس داعي

XS
SM
MD
LG