د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

ملي امنیت شورا: د طالبانو په جنګي لیکو کې ګډوډۍ زیاته شوې


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د وسله والو طالبانو په لیکو کې ګډوډي رامنځ ته شوې ده.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغان حکومت د دې ډلې وضعیت له نږدې څاري.

د وسله والو طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو په ډله کې درځ رامنځ ته شوې، د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې دا ډله اوس مهال له ګډوډۍ سره مخامخ ده.

غورځنګ: وسله والو طالبانو خپل مورال له لاسه ورکړی.
غورځنګ: وسله والو طالبانو خپل مورال له لاسه ورکړی.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې وسله والو طالبانو خپل مورال له لاسه ورکړی او حکومت د دوی وضعیت له نږدې څاري.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"زموږ راپورونه دا دي چې په دې وروستیو کې د دوی د جنګ په لیکو کې د مورال یو جدي ضعف لیدل شوی او د دوی د رهبرۍ په بدلون سره دا ضعف لا ډېر شوی، د دوی په جنګي لیکو کې ګډوډۍ زیاته شوې ده او سره له دې چې موږ په دې باور لرو چې د مورال او ضعف دا ګډودۍ به د جنګ د قومندانانو او سیاسي رهبرۍ په منځ کې لا نوره هم زیاته شي."

د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور د شنبې په ورځ په پاکستان کې د امریکايي د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو تېره ورځ د هغه وژنه تایید کړه او ملا هبت الله یې خپل نوی مشر وټاکه.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملا منصور له وژنې سره دغه ډله ویشل شوې او د جګړې په ډګرونو کې دوه چنده کمزورې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري چې په همدې خبري غونډه کې خبرې کولې وویل چې په دغه ډله کې اختلافات او تضادونه د دې لامل شوي چې له نوي مشره اطاعت ونه کړي.

وزیري: د طالبانو ترمنځ تضادونه د دې لامل شوي چې له نوي مشره اطاعت ونه کړي.
وزیري: د طالبانو ترمنځ تضادونه د دې لامل شوي چې له نوي مشره اطاعت ونه کړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"موږ چې له شنبې راهیسې کوم استخباراتي او کشفي راپورونه اخیستي، د دښمن په لیکو کې زیاته ګډوډۍ راغلې ده، د دوی مورال کمزوری شوی او ان هغه قومندان چې شپه او ورځ به له خپلو مشرانو سره اړیکې درلودې، اوس هغه رابطې پرې شوې دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ټینګار کوي چې وسله وال طالبان دا مهال له یوه ناوړه وضعیت سره مخامخ دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې انګیزه او د زیاتو حملو توان له لاسه ورکړی دی.

صدیقي وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې انګیزه او د زیاتو حملو توان له لاسه ورکړی.
صدیقي وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې انګیزه او د زیاتو حملو توان له لاسه ورکړی.

د ښاغلي صدیقي په وینا نا تایید شوي راپورونه ښيي چې یو شمېر وسله وال طالبان چمتو دي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"ان داسې راپورونه هم شته چې تاییدولاې یې نه شم، د دوی ځینې ډلې هڅه کوي چې تسلیم شي او له جګړې لاس واخلي چې دا یوه مهمه مسئله ده."

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي و چې د ملا منصور له وژنې سره په افغانستان کې د سولې راتګ ته زیاته زمینه برابره شوې ده او طالبانو ته یې بلنه ورکړه چې له دغه بهیر سره یوځای شي.

احمد سعیدي: ممکن طالبان په څو وړو ګروپونو وویشل شي.
احمد سعیدي: ممکن طالبان په څو وړو ګروپونو وویشل شي.

خو د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي په دې باور دی چې د ملامنصور له وژل کېدو او د نوي مشر له ټاکنې سره ممکن دغه ډله په څو وړو ګروپونو وویشل شي چې بیا په داسې یوه حالت کې له ټولو ډلو سره سوله کول ستونزمنه خبرده ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG